واشنګټن ــــ د بلوچستان په بارکھان ضلع کې د ټولنیزو رسنیو یو فعال او سټیزن جرنلسټ انور جان کېتراڼ د نامعلومو وسلوالو په وسلوال برید کې وژل شوی، خو تر اوسه یې د وژنې په ضد مقدمه نه ده درج شوې. پر ټولنیزو رسنیو د هغه د وژنې کلکه غندنه شوې ده.
انور جان کېتراڼ د بارکهان ضلعې د امن کمېټۍ غړی هم وو، خو پر ټولنیزو رسنیو به یې د خپلې سیمې ستونځې را برسېره کولې او د ده د ملګرو په وینا د قبایلي سرداري نظام په ضد به یې ځوانانو ته خبرې کولې.
اچھی بات ہے محترم لیکن ایک ضلع بارکھان بھی ہے جو ہر بنیادی سہولیات سے محروم ہے .آپ نے محکمہ پاپولیشن کی وزرات بھی منیسٹر عبدالرحمن کو دی لہذا کچھ تفیصل تو پھوچ لیں کیا,سہولیات دے رہا ہے . محکمہ پاپولیشن عوام کو . https://t.co/wteSjtZich
— Anwar Jaan (@AnwarJa69490060) July 19, 2020
د بارکھان د مرستیال کمیشنر ګل محمد خلجي په خبرہ دا پېښه د بارکهان په نهرکوټ کلي کې د پنجشنبې- زیارت په ورځ وشوه او وایي پلټنې یې روانې دي خو تر اوسه د چا په ضد ایف ای آر نه دی درج شوی:
"تر اوسه پورې د انور جان د کورنۍ خلکو یا خپلوانو انتظامیې ته د ایف ای آر لپاره درخواست نه دی ورکړی، خو پلټنه روانه ده لېویز عسکر به تر پلټنې وروسته د پېښې د سبب په اړه معلومات ورکړي".
د وژل شوي خبریال ملګری خبریال یوسف مری وایي، پر انور جان موټرسایکل سپرو وسلوالو ډزې کړې او وژلی یې دی. هغه وایي ملګری یې نن د جمعې په ورځ خاورو ته وسپارل شو، چې وایي په جنازه کې یې زرګونو خلکو ګډون وکړ:
"د خلکو سترګې له اوښکو ډکې وې ځکه چې هغه د ځوان نسل لپاره د لارې مشال او لارښود وو او د خپلې سیمې او غریبو خلکو لپاره یې مبارزه کوله".
د بلوچستان د خبریالانو اتحادیې بي یو جې د انور جان وژنه په کلکه غندلې او د قاتلانو پر ضد یې د مقدمې درج کولو غوښتنه کړې. د بلوچستان د خبریالانو د اتحادیې جنرل سیکرټري رشید بلوچ وي او اې ډیوه ته وویل، په بلوچستان کې د هیڅ یوه وژل شوي خبریال کورنۍ ته انصاف نه دی ورکړل شوی:
"د بلوچستان له حکومته غواړو چې مجرمان دې ونیسي او د قانون منګولو ته دې یې وسپاري. په بلوچستان کې چې تر اوسه څومره خبریالان هم وژل شوي د قاتلینو په ضد یې حکومت هیڅ اقدام نه دی کړی".
د بلوچستان تېرو او اوسني حکومت په صوبه کې د وژل شویو خبریالانو کورنیو ته د انصاف او مالي مرستو ورکولو اعلانونه او ژمنې کړې خو د خبریالانو اتحادیه وایي چې دغو حکومتونو تر اوسه خپلې ژمنې نه دي پوره کړې.
د خبریالانو د حقوقو لپارہ کاروکونکې ادارې فریډم نېټ ورک ویلي بلوچستان د خبریالانو او مدني فعالانو لپارہ خطرناکه ایالت دی.
گولی اور گالی سے صحافیوں کو سبق سکھانے والے یاد رکھیں کہ وہ تو ختم ہو جائیں گی لیکن صحافیوں کی آوازیں کبھی ختم نہیں ہونگی ، بلوچستان کے وزیراعلیٰ بتائیں کہ صحافی انور کھیتران کے قاتل ابھی تک گرفتار کیوں نہیں ہوئے ؟@jam_kamal https://t.co/qH1qnCaDpD
— Hamid Mir (@HamidMirPAK) July 24, 2020
پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر سیاستوالو، خبریالانو او د بشري حقونو فعالانو د انور جان کېتراڼ وژنه غندلې ده. د پاکستان مشهور خبریال حامد میر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې خبریالان په ګولیو او ښکنځاوو نه شي غلي کېدای:
"د بلوچستان وزیراعلی جام کمال دې ووایي چې د خبریال انور کېتراڼ قاتلان ولې تر اوسه پورې نه دي نیول شوي؟".
د بلوچستان د خبریالانو د اتحادیې جنرل سیکرټري رشید بلوچ وایي، په تېرو پینځلسو کلونو کې په بلوچستان کې 44 خبریالان په بمي چاودنو، هدفي بریدونو او نورو پېښو کې وژل شوي چې وایي په هغوی کې 26 د خپل کار له کبله په هدفي توګه وژل شوي دي.