د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان په باجوړ ضلع کې په يو وسله وال بريد کې د پاکستان د پوځ يو سرتيری وژل شوی دی.
د پاکستان سرکاري ميډيا د پوځ له خوا دغه خبر نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ خپور کړی دی.
په خبر کې ويل شوي پوځ ویلي د افغانستان سره په پوله د پورې غاړې نه ترهګرو ډزې کړي او د پوځ لانس نايک سميع الله پکې وژل شوی دی.
په خبر کې د پېښې په اړه نور جزيات نه دي ورکړی شوي.
د دې خبر خپرېدو پورې د پېښې زمه واري هم چا نه ده منلې.
دا پېښه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې نزدې يوه اوونۍ وړاندې افغان چارواکو ويلي ؤ د باجوړ سره په پوله په کونړ سيمه کې پاکستاني ځواکونو راکټي بريدونه کړي او ويل شوي ؤ په دغو بريدونو کې د اته ؤ پورې افغان ملکي وګړي وژل شوي او څو نور ژوبل شوي وو.
پاکستاني مطبوعاتو هم ويلي ؤ چې د افغانستان د لوري په باجوړ کې راکټې توغول شوې او درې ملکي وګړي پکې ژوبل شوي وو.
د افغانستان سره په پوله پرتو د باجوړ او مومندو ضلعو څخه وخت په وخت داسې خبرونه مخې ته راځي چې د پولې د پورې غاړې افغانستان د لوري نه ترهګر په پوله د پاکستاني پوځ په جوړو پوستو بريدونه کوي.