پاکستان: اوګرا د تېلو نورو ګرانولو سپارښتنه کړې

په پاکستان کې د تېلو او ګېس د انتظام ادارې (اوګرا) مرکزي حکومت ته سپارښتنه کړې چې تېل نور ګران کړي او د يو ليټر پټرولو بيعه د 7 نه تر 9 روپو پورې سېوا کړي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د سرچينو له قوله ویلي، د نورو تېلو لکه ډيزلو او خاورو د تېلو ګرانولو سپارښتنه هم شوې ده.

خو حکومتي سرچينو ویلي په يو ليټر پټرولو کې د څلورو نه تر پينځه روپو سېوا والی وکړي.

خو ورسره دا هم ويل شوي د حکومت لخوا په تېلو لګول شوي ټېکسونه راکم کړي، حکومت په تېلو د پټروليم ليوي په مد کې ټېکس لګوي.

په پاکستان کې هره مياشت د تېلو نوې بيعې ټاکل کيږي.

اوګرا حکومت ته د تېلو د نرخونو سېوا کولو يا کمولو په اړه سپارښتنه کوي او حکومت بيا په هغې فېصله کوي.

د پاکستان حکومت تېره مياشت په 26م جون يو ليټر پټرول 25 روپۍ 58 پېسې ګران کړي وو دغه رنګ ډيزل 21روپۍ 31پېسې ګران کړی شوي وو.

د تحریک انصاف په حکومت هغه هم سختې نيوکې شوې چې په يو ځای يې تېل دومره ډېر ګران کړي وو.

د ډان د خبر ترمخه حکومت دا وخت په يو ليټر پټرولو نزدې 47 روپۍ ټېکس اخلي، دغه ډول ټېکس په ډيزلو او نورو تېلو هم اخستل کیږي.