واشنګټن ــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پېښور په عدالت کې دننه د یو تن له خوا د خپل هغه وګړي وژنه غندلې چې د مذهب د سپکاوي په تور د مقدمې اورېدنې ته ورغلی وو.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او منځنۍ اېشیا څانګې پر خپله ټویټر پاڼه د طاهر نسیم په نوم وژل شوی تن امریکایي ګڼلی او د هغه له کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. په ټویټ کې د پاکستان له حکومته غوښتنه شوې:
"د پاکستان له حکومته غواړو سمدستي دې په دې اړه ګام واخلي او [د مذهب د سپکاوي په قانون کې] اصلاحات دې وکړي چې بیا د داسې له شرمه ډکې پېښې د کېدلو مخه ونیول شي".
We extend our condolences to the family of Tahir Naseem, the American citizen who was killed today inside a courtroom in Pakistan. We urge Pakistan to take immediate action and pursue reforms that will prevent such a shameful tragedy from happening again.
— State_SCA (@State_SCA) July 30, 2020
طاهر احمد نسیم د پاکستان له احمدي اقلیتي ډلې سره تړاو درلود، چې دوه کاله مخکې د مذهب د سپکاوي په تور نیول شوی وو او مقدمه یې په عدالت کې روانه وه، خو د شورو- چارشنبې په ورځ چې هغه د عدالت د قاضي په کمره کې د اورېدنې په انتظار وو، یو ځوان ناڅاپه د عدالت کمرې ته ور ننووت او هغه یې په ډزو و واژه.
پر طاهر نسیم تور لګېدلی وو چې په یوه آنلاین ویډیو کې یې د پیغمبرۍ دعوه کړې وه.
د پاکستان مرکزي حکومت او اکثرو سیاسي ګوندونو تر اوسه د دې پېښې په اړه ښکاره دریځ نه دی څرګند کړی، خو عوامي نېشنل ګوند دا پېښه په کلکه غندلې ده. د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا صوبایي مشر ایمل ولي خان په یوه بیان کې ویلي:
"هیڅوک هم تر قانون لوړ نه دي او د مذهبي توندروۍ داسې پېښې د پاکستان او اسلام څېره خرابولای شي. حکومت او د قانون عملداري چېرې ده، عدالت ته دننه د توپنچې وړلو په اړه هم ضرور باید پلټنه وشي".
No words to condemn the killing of an accused in front of Judge at #Peshawar. No one is above the law and such acts of religious extremism will ruin the image of Pak and Islam. Where is the writ of the Govt, rule of law? Taking pistol inside the court must also be investigated. https://t.co/kUa3aPGb0A
— Aimal Wali (@AimalWali) July 29, 2020
د بخښنې نړیوال سازمان هم د طاهر نسیم وژنه غندلې او د پاکستان ته یې بیا خپله غوښتنه تکرار کړې چې مذهب ته د سپکاوي قانون ختم کړي ځکه چې وایي دا په ناسمه توګه کارول کېږي. ایمنیسټي انټرنېشنل په یوه ټویټ کې ویلي:
"په پېښور سېشن کورټ کې د طاهر احمد- چې د رپوټوڼو له مخې ذهني ناروغ وو- وژنه یو بل مثال دی چې د پاکستان د مذهب د سپکاوي قانون څنګه د تورنو کسانو د ګواښلو او وژل کېدو سبب کېږي".
په عدالت کې د یو تن وژنې پر ټولنیزو رسنیو هم بحثونه را پارولي، چې ځینې خلک یې غندنه کوي او دا له عدالت پرته د یو داسې تن وژنه ګڼي چې تر اوسه لا ورباندې د مذهب د سپکاوي تور ثابت شوی نه دی او ځینې یې بیا هرکلی کوي.