یوې امریکايي کمپنۍ له کردانو سره د سوریې د تېلو قرارداد کړی

واشنګټن – یوه امریکايي کمپنۍ د راپورونو له مخې د سوریې په شمال ختیځ کې له کردي چارواکو سره له دغې جګړه ځپلې سیمې څخه د اومه یا خامو تېلو د صادراتو په برخه کې یو قرارداد ته سره رسېدلي دي.

د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو تر مشرۍ لاندې ادارې یو جګ پوړي چارواکي ویلي، دغه تړون د امریکا د حکومت لخوا منل شوی دی.‌

کردي چارواکي امریکا غږ ته د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ویلي دي چې، "د تړون له مخې به د سوریې په شمال ختیځ کې د ۱۵۰ میلیونو ډالرو په لګښت د تېلو یو چڼځای (تصفیه خانه) جوړېږي."

چارواکي زیاته کړې، "کمپنۍ به د سوریې د شمال ختیځ په دریو ځایونو کې تېل راباسي چې په هغو کې رومیلان، تل حمیس او تل براک شامل دي.

د تېلو د ساګانو عصري کول:

د یاد تړون په اړه جزیات د لومړي ځل لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو لخوا د کانګرس په یوې اورېدنه کې ښکاره شول.‌

پمپیو د سنېټر لینزي ګراهام د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د امریکا حکومت ددغه تړون ملاتړ کوي او وویل چې دوی به د سوریې په شمال ختیځ کې د تېلو ساګانې او ځایونه عصري کوي.

پمپیو وویل، "دغه تړون لږ زیات وخت ونیوه له هغې چې مونږ یې هیله درلوده او اوس مونږ د عملي کېدو په حال کې یو."

د سوریې ډیموکراټیک ځواکونه چې د داعش پرضد جګړه کې د امریکا له سترو شریکانو څخه دي له تېلو څخه غني زیات ځایونه تر خپل کنټرول لاندې لري.‌

په سوریه کې د تېلو چڼځایونه.

د سوریې له شمال ختیځ څخه د ۲۰۱۹ کال په اکټوبر کې د امریکايي ځواکونو د قسمي وتلو څخه وروسته د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي وو چې دی هلته ځینې ځواکونه د دې لپاره ساتي چې تېل خوندي کړي.

امریکا څو ځله په هغو کمپنیو باندې بندیزونه ولګول چې د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د رژیم لپاره تېل لېږدوي او یا ورته پیسې ورکوي.‌

خو امریکايي کمپنۍ چې د سوریې په شمال ختیځ کې یې د تېلو قرارداد ترلاسه کړی د راپورونو له مخې د امریکا د خزانې وزارت لخوا له بندیزونو څخه بري ګرځول شوې ده.

په سوریه کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د روانو جګړو له امله د تېلو له اکثرو ځایونو څخه تېل نه ویستل کېږي خو له دې جګړو څخه مخکې سوریې په یوه ورځ کې ۳۸۰۰۰۰ بېرله خام تېل په یوه ورځ کې تولیدول.

د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو تر ولکې لاندې سیمو کې دا مهال په ورځ کې تقریبا ۳۰۰۰۰ بېرله تېل تولیدېږي.