محسن داوړ: غواړو د خیبرپښتونخوا له نومه دې "خیبر" توری لرې کړل شي

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان په قومي‌ اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ محسن داوړ وایي، نن یې قومي اسمبلۍ ته مسوده وړاندې کړې چې د خیبرپښتونخوا صوبې له نومه دې "خیبر" توری لرې کړل شي او تاریخي نوم "پښتونخوا" دې پرېښودل شي.

د دې صوبې پخوانی نوم "شمال مغربي سرحدي صوبه" د پاکستان مرکزي پارلمان په 2010م کال کې د اتلسم آییني بدلون له لارې په "خیبرپښتونخوا" بدل کړی وو.