افغان حکومت:طالبانو سره بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو یو

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ خبر ورکوي ، چې د وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د دوی مذاکراتي ټیم چمتو دی.

د افغان ولسمشر ویاند دواخان مینه پال امریکا غږ ډیوه سره په خبرو کې وویل، چې د افغان ملت له غوښتنې سره سم چې له افغان حکومت یې درلودې د طالب بندیانو د خلاصون پروسې پیلول وو، دوی ورباندې عمل وکړ.

ښاغلي مینه پال زیاته کړه ، چې د دوئ له خوا د بین الافغاني خبرو د پیل پر وړاندې ټول خنډونه لرې شوي او مذاکراتي ټیم د خبرو اترو لپاره اماده دی.

ښاغلي مینه پال امریکا غږ ته وویل "د افغانستان د خلکو غوښتنه پایداره سوله ده ،دوئ د لویې جرګې پر مهال له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان اسلامي جمهوریت سره مخامخ مذاکرات پیل کړي ،د افعانستان حکومت او زموږ مذاکراتي ټيم په بشپر ډول مذاکراتو ته اماده دی"

مینه پال دا هم وايي، چې اوس باید وسله وال طالبان د اوربند او تاوتریخوالي کمیدو ته راوړاندې شي.

سیاسي شنونکي هم وايي چې د بین الافغاني خبرو د پیل په برخه کې مقدماتي کارونه شوي دي، هغه کوم موانع او خڼډونه چې د دواړو لورو له خوا دیوې وسیلې په توګه کارول کیدل هغه د ۴۰۰ بندیانو خلاصیدل وو، چې ولسمشر یې فرمان امضأ کړ.

سیاسي تحلیلګر نصرت الله حقپال وايي، چې اوس د ۴۰۰ بندیانو د خلاصون لپاره لویې جرګې پریکړه وکړه،امریکا او طالبانو یې هم هرکلی وکړ،چې په دې سره ټول موانع لرې او باید بین الافغاني‌ خبرې پیل شي.

دا چې د افغان دولت او وسلوالو طالبانو ترمنځ روان بهیر څومره بریالی دی او دواړه خوواې باید په کومو مسایلو هوکړې وکړي؟ ښاغلی حقپال زیاتوي"لا هم اوږد سفر مخکې پروت دی ، لوړې ژورې شته "

هغه وایي "کله چې دوه متضاد لوري راځي ، په میز سره کیني او د یو سیاسي چتر لاندې ژوند وکړي ،باید منتظر پاتې شو، خو ددې ترڅنګ د اوبند کول او په ټوله کې د تاوتریخوالي او جګړې کمول به هغه څه وي ، چې دواړه لوري یې باید وکړي او عمل ورباندې وکړي.

تېره ورځ ناوخته ولسمشر اشرف غني د سولې د لویې مشورتي جرګې د پریکړو له مخې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو تړون لاسلیک کړی ؤ.

ارګ ویلي چې ولسمشر د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۸ فقرې حکم او په کابل کې د ۱۳۹۹ کال د زمري پر ۱۷ د جوړې شوې سولې مشورتي لویې جرګې د غوښتنې پر اساس، د هغو نظامي منسوبینو د مجازاتو تخفیف او بخښنه منظور کړه چې د محاکمو د قطعي او نهایي حکم پر اساس محکوم شوي دي.

ارګ زیاته کړې، د دې فرمان په لومړۍ ماده کې د تخفیف او بخښنې په اړه راغلي دي"د هغو نظامي منسوبینو د حبس مجازاتو پاتې موده چې تر پنځو کلونو پورې په بند محکوم شوي دي، د جزایي اجراآتو قانون د ۳۵۰ مادې او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي منع قانون د احکامو پر اساس، د هغوی د بند پاتې مودې ته له پام پرته، بښل شوي او له بند څخه دې خوشې شي"

طالبانو له امریکا سره د فبرورۍ پر ۲۹مه د توافق وروسته ژمنه وکړه چې د مارچ پر ۱۰مه به بین‌الافغاني خبرې پیلوي، خو شرط ‌یې د ۵،۰۰۰ بندیانو خوشې کېدل وو. هغه لړۍ چې څو میاشتې وخت‌یې ونیو او اوس تمه ده په نزدې راتلونکي کې بشپړه شي.