خليلزاد: چې څومره زر وي بېن الافغاني خبرې دې پېل شي

د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد غږ کړی د سولې عمل ګړندی کړي او چې څومره زر ممکن وي بېن الافغاني خبرې دې پېل شي.

خليلزاد په ټويټر د طالبانو سره د افغان حکومت د مذاکراتې ډلې په غړې فوزيه کوفي باندې شوی بريد غندلی او د سولې سره اړوند فريقېنو باندې يې د بريد د غندنې کولو غږ هم کړی دی.

د ښځو د حقونو مبارزې او سياستوالې فوزيه کوفي باندې د جمعې په ماښام د کابل سره نزدې په قرعه باغ سيمه کې وسله وال بريد شوی ؤ، کوفي د طالبانو سره د خبرو دپاره د افغان مذاکراتي ډلې غړې ده.

خليلزاد په فوزيه کوفي د بريد غندنه کړې او ويلي يې دي دغه کار د هغو خلکو دی چې د سولې د خبرو عمل ځنډول او په لار کې يې خنډ جوړول غواړي.

په کوفي د بريد په اړه طالبانو ویلي دوی په دغه بريد پورې اړه نه لري.

خليلزاد د بېن الافغاني خبرو زر پېل کولو خبره په داسې حال کې کړې چې افغان حکومت د طالبانو د 400 هغو بنديوانو څخه 80 پرېښودي دي د کوم په سر چې ويل کېده د طالبانو او افغان دولت ترمنځ خبرې د ځنډ ښکار وې.

افغان دولت ویلي حکومت دغه 80 کسان د زيارت/ پنجشنبې په ورځ خوشي کړي وو.

د فرورۍ په مياشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان د سولې په موافقنامه کې ويل شوي چې افغان حکومت به پينځه زره طالب بنديوان او طالبان به زر تنه افغان امنيتي حکومتي سرتيري خوشي کوي.

ويل شوي ؤ د بنديوانو د خوشي کېدو سره سم به د مارچ په مياشت کې بېن الافغاني خبرې پېل شي خو د 400 بنديوانو له امله دا خبرې د ځنډ ښکار وې، خو اوس افغان ولسمشر اشرف غني د لويې مشورتې جرګې وروسته د دغو بنديوانو د خوشي کولو امر لاسليک کړی دی.

طالبانو د تېرې جولايۍ د مياشتې په وروستۍ نېټه د 1005 افغان حکومتي سرتيري او کار کوونکو د خوشي کولو ويلي چې دغه عمل يې بشپړ کړو.

په قطر کې د طالبانو سياسي وياند سهېل شاهين ويلي ؤ که افغان حکومت هم د 5000 طالبانو د خوشي کولو پروسه ترسره کړي نو د اختر وروسته به بېن الافغاني خبرو ته زمينه برابره شي.