د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي په افغانستان کې به ټولو فريقېنو غږ کړی چې د ځنډ پرته دې بېن الافغاني خبرې پېل شي.
قرېشي دا خبره په داسې حال کې کړې چې امریکا ويلي د افغانستان د سولې عمل دې ګړندی کړی شي او چې څومره زر وي بېن الافغاني خبرې دې روانې کړی شي.
شاه محمود قرېشي په ټويټر ویلي،
"زمونږ شریکو هڅو د افغانستان د سولې د خبرو عمل دې ځای ته راورسولو. ټول فريقېن دې ټولې مسلې هوارې کړي چې بېن الافغاني خبرې بې د ځنډ پېل شي. او په دې لړ کې دا تاريخي موقع د لاسه ورکول نه دي پکار".
Our collective efforts have so far succeeded in advancing Afghan peace process to current unprecedented point. All stakeholders must ensure residual issues resolved to commence Intra-Afghan negotiations w/out delay. The imp of seizing this historic opp cannot be stressed enough.
— Shah Mahmood Qureshi (@SMQureshiPTI) August 16, 2020
د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم زر تر زره د بېن الافغاني خبرو پېل کېدو غږ کړی دی.
خو امریکا او پاکستان په افغانستان کې د بېن الافغاني خبرو غږ په داسې حال کې کړی چې فرانس د افغانستان نه غوښتي هغه طالب بنديوان دې خوشي نه کړی شي څوک چې د فرانس د وګړو پرضد جرمونو کې سزاوار شوي دي.
افغانستان ويلي د امريکا او طالبانو ترمنځ د فرورۍ په مياشت کې د افغانستان د سولې د موافقنامې لاندې يې په پينځه زره خوشي کوونکو طالبانو کې 400 وروسته کړي ځکه چې په دوی د سختو جرمونو تورونه دي.
وروسته د سولې د لويې جرګې د مشورې په پايله کې افغان ولسمشر اشرف غني د دغو طالبانو د پرېښود امر لاسليک کړی او 80 تنه پکې خوشي کړی شوي هم دي.