د بشري حقونو نړیوال تنظيم (اېمنسټي انټرنېشنل) د سويلي اسيا څانګې ويلي، په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون تېری کوونکو ته په دوامداره توګه اسانتياوې برابروي.
اېمنسټي انټرنيشنل دا بيان د مذهب يا عقيدې په بنياد د تشدد څخه اغېزمنو خلکو په ياد کې د ورځې نمانځلو په مناسبت ورکړی دی.
نړيوال تنظیم ويلي په دغه لړ کې روانه میاشت په پېښور کې دوه احمديان وژل شوي دي.
In Pakistan, the blasphemy laws continue to facilitate abuses, including two murders of members of the persecuted minority Ahmadi community in Peshawar this month. In July, the construction of a Hindu temple in the capital Islamabad was halted after pressure was mounted by mobs.
— Amnesty International South Asia (@amnestysasia) August 22, 2020
په پېښور کې په 13م اګست يواحمدي تن نامالومو وسله والو په ډزو وژلی ؤ. له دغې دوه اوونۍ وړاندې په (29م جولايي) د مذهب د سپکاوي په تور نيول شوی طاهر احمد نسیم نومې تن په عدالت کې دننه په ډزو وژل شوی ؤ.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د خپل وګړي (طاهر احمد نسيم) وژنه غندلې وه.
امريکا په پاکستان غږ کړی ؤ چې په سمدستي ډول دې داسې ګامونه واخلي او اصلاحات دې وکړې چې په راتلونکي کې دغه رنګ پېښې نورې ونه شي.
په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په قانون د بشري حقونو ځايي او نړيوال تنظیمونه داسې نيوکې کوي چې ګنې دا قانون خلک د شخصي ګټو دپاره کاروي.
خو په پاکستان کې د اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله اياز وايي، د مذهب د سپکاوي قانون بدلېدی نه شي خو که چرته د دې قانون غلط استعمال کيږي نو حکومت له پکار ده چې د هغې مخه ونيسي.
د پاکستان د سائنس او ټېکنالوجۍ مرکزي وزير فواد چودري تېره میاشت د پنجاب اسمبلۍ د تحفظ بنياد اسلام په نوم د قانوني مسودې منظورولو په غبرګون کې ويلي ؤ چې قانونې مسوده يې لوستې نه ده خو ويلی شي چې په خصوصي توګه د پنجاب په اسمبلۍ کې دا حال دی چې هر دوېم تن قانون راوړي او وايي که دا ونه منل شو نو اسلام په خطر کې دی.
چودري ويلي ؤ دا يو خطرناک عمل دی او د دې سره به ولس د مذهبي تندلارۍ او فرقه ايزه کرکه کې نور هم ډوب شي.
یہ قانون نہیں پڑھا لیکن اس وقت پارلیمان خصوصاْ پنجاب میں ایسا ماحول بنا دیا گیا ہے کہ ہر ممبر روزانہ ایک نئ تحریک لے کر آتا ہے اور بتایا جاتا ہے اگر یہ نہ ہوا تو اسلام خطرے میں ہے، یہ خطرناک رویہ ہے اس سے ہم فرقہ ورانہ اور مذھبی شدت پسندی کے گرداب میں دھنستے جائیں گے https://t.co/cwthNWkuAG
— Ch Fawad Hussain (@fawadchaudhry) July 26, 2020
اېمنسټي انټرنیشنل په خپل ټويټ کې ويلي چې د جولايۍپه میاشت کې د فشار وروسته په اسلام اباد کې د مندر جوړول ودرول شوي ؤ.
په ياده موضوع په قامي اسمبلۍ کې بحث شوی که څه هم زیاترو ګوندونو د هندوانو د مندر جوړولو مخالفت نه ؤ کړی خو د مندر د جوړېدو دپاره د حکومت لخوا په پېسو ورکولو د جومات اسلامي اېم اېن ای عبدالاکبر چترالي مخالفت کړی او ويلي يې ؤ دا د حکومت زمه واري ده چې د لږکیو د عبادت د ځايونو ساتنه وکړي خو د اولس د ټېکس په پېسو نوی مندر جوړول د اسلام په تاريخ کې نشته.
په پاکستان کې د دیني علماؤ کونسل د مندر جوړولو ملاتړ کړی ؤ.
او د مذهبي چارو وزير نورالحق قادري ويلي ؤ د مندر جوړولو د پېسو مسله يې اسلامي نظرياتې کونسل ته لېږلې او ښاغلی قبله اياز وايي دوی د دغه مسله هر اړخیزه جاج اخلي.