طالبان:دافغانستان اکثریت ته دمنلو وړ اسلامي حکومت غواړو

دطالبانو دمرکچي پلاوي مشر ښاغلي شیرمحمد عباس ستانکزي ویلي طالبان زر ترزره دبین الافغاني خبرو اترو پیل ته لیواله دي ترڅو افغانستان کې جګړه دتل دپاره ختمه اؤ یو داسې اسلامي حکومت رامنځته شي چې دافغانستان اکثریت خلکو ته دمنلو وړ وي.

هغه زیاتوي دافغانانو خپل منځي خبرو اترو دپاره طالبانو دخپله لوري ټاکل شوي ۲۱ کسیزه پلاوي ته دپرېکړو کولو بشپړه واک ورکړی خو برعکس به دکابل دحکومت لخوا دغو خبرو دپاره ټاکل شوی پلاوی داسې واک نه لري چې پرېکړې پخپله وکړي.

د وي او ای سره خبرو اترو کې دطالبانو دغه مهم مشر ویلي طالبانو چې دبین الافغاني خبرو دپاره کوم ۲۱ کسیز پلاوی ټاکلی هغوئ ته یې دومره واک ورکړی چې دمذاکراتو په میز هره پرېکړه کولی شي ترڅو د امن دټینګښت لاره کې هیڅ رقم ځنډ پاتې نه شي.

خو ستانکزی وایي دافغان دولت له لوري جوړ کړل شوی مرکچي پلاوی بیا دپرېکړو کولو صلاحیت نه لري بلکې هغوئ به دخبرو اترو وروسته خپلې سپارښتنې دولت ته وړاندېې کوي.

طالب مشر زیاته کړې ده چې طالبانو خپل مرکچي پلاوي کې د خپلې مرکزي شورا ۶۵ فیصده غړي ځکه اخستي ترڅو دغه پلاوی باصلاحیته وي اؤ په وخت سره دسولې خبرې په وړاندې یوسي.

طالبانو اؤ امریکا سږکال د فرورۍ په میاشت کې په قطر کې د سولې یو تړون کړی ؤ اؤ ددغه تړون په اساس دطالبانو اؤ افغان دولت ترمنځ بین الافغاني خبرې دمارچ په میاشت کې پیلیدل وؤ خو د بندیانو په تبادله داختلافونو له امله تر اوسه د سولې دا خبرې نه دي پیل شوي.

شیر محمد عباس ستانکزی وایي د دوحې دتړون په اساس طالبانو دافغان دولت ۱۰۰۰ بندیان ټول په ټوله خوشې کړي دي خو دکابل حکومت بیه دطالبانو دپینځوؤ زرو بندیانو څخه تراوسه ۴۶۸۰ بندیان خوشې کړي دي.

په افغانستان کې مشورتي لویې جرګې د روانې اګست میاشت په پیل کې حکومت ته د طالبانو د پاته څلور سوه بندیانو د خوشې کېدو سپارښتنه وکړه، تر هغه وروسته ولسمشر اشرف غني د دغو بندیانو د خوشې کېدو حکم لاسلیک کړ، خو تر اوسه له هغوی څخه یواځې 80 تنه طالب بندیان خوشي شوي او 320 نور یې په زندان کې پاته شو.

ښاغلی ستانکزی وایي د دوحي د تړون له مخې که چرې تر ۱۰م مارچ دبندیانو دتبادلې عمل سرته رسول شوی ؤ نو تر اوسه به زیاتې دوه اړخیزه ستونزې هوارې شوې وې.

افغان دولت دریځ لري چې دطالبانو کوم بندیان یې تر اوسه له بنده نه دي خوشې کړي دهغوئ په خوشې کولو فرانسه اؤ اسټریلیا نیوکې لري اؤ وایي باید دهغوئ د وګړو وژنه کې ککړ طالبان خوشې نکړل شي.

خو عباس ستانکزي وویل چې د اسټریلیا اؤ‌ فرانسیې پوځیان طالبانو نه دي وژلي بلکې هغوئ دملي اردو عسکرو وژلي دي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د اګست پر 27مه په کابل کې د جنګ او سولې د مطالعاتو د انسټیټیوټ د سروې خپرولو په یوه غونډه کې ویلي وو، کېدای شي له طالبانو سره د سولې خبرې د ستمبر په لومړیو ورځو کې پیل شي.

خو عباس ستانکزي تیره ورځ هم پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ چې دستمبر په وړومبیو ورځو کې دبین الافغاني خبرو دپیل کولو هیڅ پرېکړه نه ده شوې