د افغانستان په ختيځه صوبه پکتيا کې طالبانو د عامې ساتنې په کنډک بريد کړی چې پکې لږ تر لږه درې سرتيري وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.
په بريد کې د اوختې مرګ ژوبلې پخلی د پکتيا ګورنر حليم فدايي کړی او په ټویټر يې د بريد جزيات ورکړي دي.
وروستي جزییات: ګرديز کې بريد د دوو بريدګرو په وژل کیدو پای ته ورسېدنن سهار ۵ نيمې بجې دښمن د پکتيا ولايت مرکز ګردېز کې د عامه ساتنې پر کنډک موټر بم بريد وکړ او دوه تنه انتحاریان د امنیتي ځواکونو له لورې ووژل شول. زموږ ۳ سرتيري شهيدان او ۵ نور سطحي ټپيان شوي.وضعيت اوس نورمال دی.
— Halim Fidai (@GovFidai) September 1, 2020
نوموړي ويلي دغه موټري بمي بريد سهار وختې د پکتيا په مرکز ګرېز کې د عامې ساتنې په کنډک شوی او هغه بيا په پېښه کې د درې سرتيرو سره د درې ځانمرګي وژل شوي دي.
هغه ويلي يو بريدګر په ودانۍ کې دننه چاؤدنه کړې او دوه نور بيا د امنيتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.
تازه جزییات: په پېښه کې ۳ انتحاریان وژل شویدي.لومړی کس هانوې کې چې د ودانۍ دغرب له لورې راغلې ووله دیوال سره په څو میټرۍ کې موټر ته انفجار ورکړ او دوه تنه یې ودانۍ ته له ننوتلو سره د امنیتي ځواکونو له لورې ووژل شو. البته د ولایت د مقام او د عامه ساتنې ودانۍ شیشې زیاتې ماتې شویدي.
— Halim Fidai (@GovFidai) September 1, 2020
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د بريد زمه واري منلې ده.
ځايي چارواکو ويلي بريد نزدې لس دقيقي روان ؤ.
په پکتيا کې طالبانو دا تازه بريد په داسې حال کې کړی چې افغان ولسمشر اشرف غني د سولې د خبرو دپاره غړي ټاکلي دي.