سعودي عرب د غبن په تور د دوه لوړ پوړو چارواکو سره څو نور د څوکو څخه لرې کړي

سعودي عرب ويلي د غبن د تورونو په پلټنو کې يې د پوځ لوړ پوړی مشر او د هغه ګورنر زوی یې سره د څو نورو چارواکو د خپلو څوکيو څخه لرې کړي دي.

د ای پي ترمخه سعودي عرب نن د نهې/ سه شنبې په ورځ د دغو کسانو د لرې کولو ويلي دي، ويل شوي دا د سعودي عرب د 35 کلن وليعهد محمد بن سلمان د غبن د تورونو په لړ کې د هغهو عملياتو کړۍ ده چې په ګڼ شمېر کې ګرفتارۍ يې کړې وې.

د سعودي عرب سرکاري خبري ادارې (سعودي پرېس اېجنسي) ويلي، دا ګام د دفاع په وزارت کې د مشکوک مالي لېن دېن په سر پورته کړی شوی خو په دغه اړه يې نور جزيات نه دي خپاره کړي.

په بيان کې د څوکيو څخه لرې کړی شوؤ لوړ پوړو چارواکو تفصيل ورکړی شوی دی.

ويل شوي لرې کړی شوی پوځي مشر لفټننټ جنرل فهد بن ترکي بن عبدالعزيز چې د سعودي عرب د شاهي کورنۍ سره يې تعلق ؤ، په يمن کې د ايران ملاتړو حوثي ياغيانو پرضد د سعودي عرب په مشرۍ د اتحادي ځواکونو مشري يې کوله.

د بيان ترمخه چارواکو ويلي د فهد بن ترکي زوی عبدالعزيز بن فهد بن ترکي چې د سعودي عرب په شمالي لويديځه علاقه الجوف کې مرستيال ګورنر ؤ هغه هم لرې کړی شوی دی.

ويل شوي د څلورو نورو چارواکو په اړه هم پلټنې روانې دي خو دا نه دي ويل شوي چې دوی نيول شوي یا ورله وکيلان ورکړی شوي دي.

د خبري ادارې ترمخه د دغو کسانو پرضد په پلټنو کې چارواکو ته ويلي شوي د دوی پرضد دې ټولې پوځي او غېر پوځي قانوني تقاضې پوره او پلټنې دې بشپړې کړی شي.