په پاکستان کې د دوه تنو د جوړو ترمنځ د رابطو د پينځه اېپس تړلو پرېکړه ځينو خلکو ستايلي او ځینو پرې نيوکې کړي دي.
د پاکستان ټيلي کميونيکېشن اتهارټي (پي ټي ای) پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د (ټېنډر، ټېګډ، سکاؤټ، ګرېنډر او سی هايې) په نوم اېپس يې وتړل.
پي ټي ای ويلي دا ګام يې د هغې وروسته پورته کړی چې د يادو شوؤ اېپس انتظامیې ته يې په اېپس د غېر مهذبه او غېراخلاقي منفي اثراتو په اړه د موادو خپرېدو خبرداری ورکړی خو ځواب ورته نه ؤ ورکړی شوی.
Press Release: PTA has blocked access to five dating/live streaming applications i.e. Tinder, Tagged, Skout, Grindr and SayHi. pic.twitter.com/gFJxsgcn6m
— PTA (@PTAofficialpk) September 1, 2020
راپورونه وايي د ټېنډر انتظامیې ويلي د پي ټي ای د چارواکو سره په دغه اړه خبرې کوي.
شفيق ګګيانی چې د ټولنيزو رسنيو په اېپس پوهه لري وايي، "د دې اېپس کارول په پاکستان کې کم کيږي خو په دې ټولنه کې دا اېپس د خوښې د جوړې جوړولو دپاره کارول کېدی شو".
وي اوای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل "ځینې خلک د دې اېپس په کارولو نه ؤ پوهه، خود تړل کېدو وروسته چې په ميډيا دغه خبرونه خپاره شو اوس به خلک دې اېپس ته د رسېدو لارې لټوي او استعمال به يې نور سېوا شي".
ټولنيز فعال ډاکټر ناصر احمد وايي "د دغه ډول اېپس تړل ښايي چې دلته بنياد پرستي زياته ده او که خلکو ته پوهه ورکړل شي نو دا اېپس په ګټوره توګه کارېدی شي".
د جوړو دپاره کارېدونکو اېپس ټېنډر او نورو تړلو ته په ټولنيزو رسنیو هم غبرګون ويل شوی دی.
د ماريه سرتاج په نوم ټويټر کارونکې وايي،
"دا اېپس هر څوک کاروي چې پکې کيڼ اړخه او ښي اړخه ټول شامل دي، زه په خپله د دې اېپس کارولو په حق کې نه يم خو په دې بندېز ګټه نه لري ځکه چې خلک به د رابطو نورې لارې ولټوي، لکه فېس بک".
Iss app pay sab hain in Pakistan. Liberals, right wing, daari walay. I am not a fan of dating apps.. but yeah such bans are useless because ppl will always find other ways to connect. Fb being one.
— Maria Sartaj (@MariaSartaj) September 1, 2020
عتيقه رحمان په طنز کې ويلي،
"پاکستان د رابطو دپاره کارېدونکي اېپس ټېنډر او نور د غېراخلاقه او غېر مهذبتيا په سر وتړل، ټيک ټاک، يوټيوب ته يې د اعتراض وړ موادو په سر خبرداری ورکړی، ډيجيټل پاکستان ته هرکلی".
Tinder and a bunch of dating apps blocked for %27immorality%27. TikTok, YouTube warned for %27harmful%27 (read: anti-govt) content. Welcome to Digital Pakistan! 🙈🙉🙊
— Atika Rehman (@AtikaRehman) September 2, 2020
دغه رنګ د ټولنيزو رسنیو ځينو کارؤنکو د حکومت دا ګام ستايلی چې ښه کار يې کړی دی.
د پاکستان د ټيلي کميونيکېشن چارواکو ویلي په اېپس د بندېزونو دپاره خپله تګلاره لري او په دغه اړه د خلکو شکايتونو ته هم ګوري.
پي ټي ای په وروستيو کې يوټيوب او ټک ټاک ته هم خبرداری ورکړی ؤ چې د خپلو پاڼو څخه د اعتراض وړ مواد لرې کړي.