د شمالي وزیرستان په چاودنه کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

پاکستاني پوځیان په دېره اسمعیل خان کې د ګزمې په حال کې.

واشنګټن – د پاکستان د پوځ لخوا په یو خپور شوي بیان کې راغلي دي، چې د شمالي وزیرستان په ګړیوم نومې ځای کې د ترهګرو لخوا د سړک د غاړې په یو ځای پر ځای شوي بم کې درې پوځیان وژل شوي دي.‌

بیان زیاتوي، په دغو سرتېرو باندې هغه مهال چاودېدونکي توکي وچاودېدل کله چې دوی د سړک جوړونې کارکونکو ته امنیت ساته.

په بیان کې وړاندې راغلي دي، چې په وژل شویو پاکستاني سرتېرو کې د مظفر اباد اوسېدونکی ناصر حسین خالد، له فیصل اباد څخه نېک محمد عمران او له راولپېنډۍ څخه عثمان اختر شامل وو.

خبر زیاتوي، په دغې پېښه کې څلور نور سرتېري ژوبل شوي هم دي او امنیتي ځواکونو په سېمه کې تصفیوي او چاڼیز عملیات پېل کړي دي.

ددغې پېښې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې.