د کوېډ ۱۹ د واکسین په اړه وروستی پرمختګ

واشنګټن – د کوېډ ۱۹ دوه واکسینونه ښايي تر نومبر پورې تیار شي او پوهان وايي، چې دا په نوې ټکنالوژۍ سره جوړ شوي دي.

نوي واکسینونه د مېکروب پر ځای په جېنېتیکي کوډ باندې جوړ شوی او دا به ارزول کېږي چې څومره خوندي او اغیزناک دي.

د مډرنا په نامه امریکايي درمل جوړونکې کمپنۍ یو له دغه ډول واکسین څخه جوړ کړی. دوهم ورته واکسین د جرمني د بایوټېک او د امریکا د فایزر کمپنیو لخوا په ګډه جوړ شوی.

تر دې پخوا به به ټول واکسینونه په خپل ترکیب کې د مړ یا کمزوری مکروب لره او له همدې لارې به یې د انسان د بدن دفاعي سیستم (immune sysytem) بېداره کاوه.

خو په هر نوي واکسین کې د ام ار ان اې (mRNA) په نامه د جېنېتېکي کوډ یوه ټوټه وي.

له دې لارې بدن ته لارښونه کېږي چې د وایرس یوه وړه ټوټه تولید کړي. دا د ناروغۍ سبب نه کېږي خو دا دفاعي سیستم بېداره کوي چې له رښتیني وایرس سره جګړه وکړي.

دا به لومړنی ځل وي چې د انساني ناروغانو لپاره په جېنېتېکي کودونو جوړ واکسینونه تیارېږي.

د سارویو لپاره تر اوسه په دې تخنیک ګڼ جوړ شوي واکسینونه په مارکېټ کې شته چې د بېلګې په توګه په اسونو کې د نیل وایرس، په سپیو کې د مېلنوما وایرس او د کبانو د یو شمېر وایرسي ناروغیو لپاره جوړ شوي دي.

مډرنا او د فایزر بایوټېک ګډ واکسین د ازمېښت په وروستي پړاو کې دي چې نېږدې ۳۰۰۰۰ کسانو ته ورکول کېږي.

د واکسینونو دا ازمېښت ددې لپاره کېږي تر څو وموندل شي چې دا واکسینونه څورمه اغېزناکه دي خو وروستې پایلو ته یې ددې کال تر پایه هم تمه نشته.

د امریکا د خوړو او درملو د ادارې کمېشنر سټیفن هان فاینانشل ټایمز ته ویلي، چې دغه اداره به واکسین ته مخکې له وخته اجازه ورکړي کچېرې وموندل شي چې پایلې یې ښې دي.