افغان چارواکي وایي تیره شپه تورخم کې دپاکستان اؤ افغان ځواکونو ترمنځ نښته کې یو افغان سرتیری وژل شوی اؤ اؤ درې نور ژوبل شوي خو افغان ځواکونو دپاکستاني پوځ لخوا د افغانستان په خاوره کې د دتاسیساتو جوړؤولو مخه په مړانې سره نیولې ده.
پاکستان سره په پوله پروت دختیز ولایت ننګرهار والي ښاغلي ضیاء الحق امرخیل تیره ورځ په ټوئټر لیکلي “پاکستانیو ملیشو د ټولو اصولو خلاف، غوښتل چې د فرضې کرښې را دیخوا د مهمندرې ولسوالۍ په غوړګي سیمه کې په تحرکاتو لاس پورې کړي”
والي امرخیل وایي دافغانستان ویښو ځواکونو په بشپړې مړانې سره دپاکستاني عسکرو له لوري دتاسیساتو جوړؤلو مخه نیولې اؤ وضعیت اوس د کنټرول لاندې دی.
نن ماښام پاکستانیو ملیشو د ټولو اصولو خلاف، غوښتل چې د فرضې کرښې را دیخوا د مهمندرې ولسوالۍ په غوړګي سیمه کې په تحرکاتو لاس پورې کړيزموږ ویښو سرحدي ځواکونو یې په پوره مېړانه مخنیوی کړی او وضعیت تر بشپړ کنترول لاندې دیزموږ میړنيو تل په اتلولۍ د خپلې خاورې دفاع کړې او کوي یې.
— Ziaulhaq Amarkhil (@ZiaulhaqAmarkhi) September 3, 2020
نښته کې د وژل شوي افغان سرتیري نوم په ټولنیزو رسنیو یو شمیر فعالینو د حلیم لغماني په نوم یاد کړی.
دپاکستان حکومت یا پوځ لا ددې نښتې په اړوند څه نه دي ویلي .
تر دې دمخه هم دپاکستان اؤ افغانستان دځواکونو ترمنځ په ګډه پوله څو کرته نښتې شوي چې پکې دواړو خواؤ ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو دا تازه نښته وروسته له هغې مخې ته راغلې چې یوه ورځ دمخه په کابل کې د دواړو هیوادونو اړونده چارواکو په یوه ناسته کې پرېکړه وکړه چې په پوله به د وضعیت ارامه ساتلو هر ممکن هڅه کوي.