افغان حکومت او طالبان د ستمبر پر 12مه په قطر کې بین الافغاني مذاکرات پیلوي

واشنګټن ــــ تر اووه میاشتني ځنډ وروسته افغان طالبانو اخر اعلان وکړ چې وایي بین الافغاني خبرې به د راتلونکې شنبې- خالي په ورځ پیلېږي او دوی به هم پکې ګډون کوي.

دغه اعلان په قطر کې د طالبانو د دفتر نوي ویاند ډاکټر محمد نعیم پر خپل ټویټر لیکلي چې دغه خبرې به د ستمبر د میاشتې پر 12مه نېټه په قطر کې پیلېږي. ښاغلي نعیم لیکلي:

"اسلامي امارت د مذاکراتو بهیر په ښه ډول پرمخ بیولو او د اسلامي ارزښتونو او هیواد د علیا منافعو په چوکاټ کې، د سرتاسري سولې او سوچه اسلامي نظام د رامنځ ته کیدو هوډ لري".

افغان حکومت هم په یوه جلا بیان کې د مذاکراتو د پیلېدو اعلان کړی دی. د ارګ له خوا په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې د حکومت مذاکراتي ټیم به د ولسمشر غني په امر سبا د جمعې په ورځ قطر ته سفر وکړي. په بیان کې ویل شوي:

"ولسمشر په هېواد کې د دایمي سولې او ارامۍ لپاره- چې د ولس همېشنۍ غوښتنه ده- د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي پلاوي د کامیابۍ هیله لري".

تر دې وړاندې د افغان حکومت د مرکچي پلاوي دوو غړو فوزیې کوفي او حفیظ منصور ازادي رېډیو ته ویلي وو، چې سبا د جمعې په ورځ به قطر ته سفر کوي او بله ورځ به له طالبانو سره د سولې خبرې پیلوي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وایي طالبان د بین الافغاني خبرو په پیلېدونکې غونډه کې د طالبانو او امریکې د تړون په اساس ګډون کوي. د طالبانو د مرکچي پلاوي مشري مولوي عبدالحکیم کوي.

د افغان حکومت په بیان کې ویل شوي چې د مذاکراتو په پیلېدونکې غونډه کې به د سولې د ملي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د خارجه وزارت سرپرست حنیف اتمر، د سولې په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی عبدالسلام رحیمي او د سولې په چارو کې د ممکت وزیر سید سعادت منصور نادري هم د حکومت په استازیتوب ګډون کوي.