واشنګټن ــــ د پاکستان د پنجاب صوبې د راولپینډۍ ښار پولیسو د خبریال اسد علي طور په ضد د سایبر جرمونو د قانون له مخې په دې تور مقدمه درج کړې چې وایي هغه پر ټولنیزو رسنیو "د پاکستاني ریاست، ادارو او پوځ په ضد منفي پروپیګنډه" کوله.
دغه مقدمه د نهې- سه شنبې په ورځ د راولپینډۍ د اوسېدونکي حافظ احتشام احمد په شکایت درج شوې چې دعوه کړې او وایي اسد طور "په تېرو څو ورځو کې د پوځ په ګډون د اعلی حکومتي ادارو په ضد له سپکاوي ډکه ژبه کارولې چې وایي دا د قانون له مخې ستر جرم دی".
پر نوموړي د پاکستان د فوجداري قانون له مخې د بدنامۍ، د بدنامۍ د سزا او د ولس د ګمراهۍ د مادو او د الیکټرانک مېډیا د جرمونو د قانون له مخې د کرکې د خبرو، د کوم تن د عزت خلاف د جرم او غیرقانوني آنلاین موادو په بنیاد مقدمه درج شوې ده.
خبریال اسد علي طور تر اوسه نیول شوی نه دی، هغه د ځان په ضد شوی ایف ای آر پر ټویټر خپور کړی چې د ستمبر پر 12مه د راولپینډۍ ضلعې په جاتلي تاڼه کې درج شوی دی. اسد طور دا مقدمه د افسوس وړ ګڼلې او وایي نه یې غوښتل د خبریال په توګه پخپله خبر وګرځي:
"د راولپینډۍ پولیسو پرته له دې چې ما واوري د یو ګوډاګي کردار حافظ احتشام په شکایت یې زما خلاف په دې تور ایف ای آر درج کړ، چې ګواکې "پاکستان ضد یم او پر سوشل مېډیا د پوځ خلاف پروپیګنډه" کوم. دا ډول فاشیسټي کړنلارې ما نه شي غلی کولای".
Ok #Rawalpindi police charge me under PECA and registered this FIR on 12 September 2020 on the complaint of proxy Hafiz Ehtisham. Here is the copy of the FIR. This is a sad development for me being a journalist because I never wish to be a news myself.#Pakistan @ICJ_Asia @rcfp pic.twitter.com/fBVVwmTmNZ
— Asad Ali Toor (@AsadAToor) September 14, 2020
پر ټولنیزو رسنیو د پاکستان ګڼ شمېر خبریالانو د اسد علي طور په ضد د مقدمې درج کېدو غندنه کړې ده. مشهور پاکستاني خبریال او څېړونکي حامد میر پر ټویټر لیکلي:
"هغه ټول چې د اسد علي طور او نورو خبریالانو د ځورولو هڅه کوي او د دوی په ضد مقدمې درج کوي په اصل کې د یورپي پارلمان له خوا لانجې ته بلنه ورکوي، چې پاکستان ته یې جي ایس پي پلس درجه ورکړې او هغه له بشري حقونو او د مطبوعاتو له ازادۍ سره مشروط ده".
All those who are trying to harass journalists like @AsadAToor by registering cases against them are actually inviting trouble from EU Parliament which gave Pakistan GSP Plus status which is conditional to the human rights and press freedom they are working against Pakistan https://t.co/jPtb5VZBUT
— Hamid Mir (@HamidMirPAK) September 14, 2020
د اسد طور په ګډون دا درېیم تن دی چې په تېرو څو ورځو کې یې په ضد دا ډول مقدمې درج شوې دي. تر دې وړاندې د جرنلسټ او د پاکستان د الیکټرانک مېډیا د انتظام ادارې (پېمرا) د پخواني مشر ابصار عالم په ضد د پنجاب په جهلم ښار کې درج شوې وه.
پر ابصار عالم هم تور لګېدلی وو، چې وایي د پاکستان د وزیراعظم عمران خان او د پوځ په ضد یې پر ټویټر "ناوړه ژبه" کارولې ده او هغه یې "غدار" بللی وو. ابصار عالم د دې مقدمې په اړه ویلي وو:
"د یو فاشیسټ نظام خلاف په مبارزه کې د غدارۍ داسې مقدمې خو ویاړ دی، موږ مشرف هم غلي نه کړو نو جنرل باجوه په کوم ګومان کې دی".
تر ابصار عالم وړاندې د خبریال بلال فاروقي په ضد په کراچۍ کې مقدمه درج شوې وه، پر هغه هم د پاکستاني پوځ په ضد بغاوت ته د خلکو د پارولو او مذهبي کرکو خپرولو تور لګېدلی وو.