د افغانستان کرکټ بورډ د نجيب ترکي مړينه ستر تاوان بولي

د افغانستان د ملي کرکټ لوبډلې لوبغاړی نجيب ترکی چې څو ورځې وړاندې په ننګرهار کې په يوه ټرېفکي پېښه کې ژوبل شوی ؤ، تېره شپه يې په روغتون کې ساه ورکړی ده.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، "د افغانستان کرکټ بورډ ادارې مشرتابه او ټول کارکوونکي د نجيب تره‌کي مړينه يوه ستره او نه جبرانېدونکې ضايعه بولي".

ايي سي سي ويلي، 29 کلن نجيب ترکي په 13 نړيوالو سيالیو کې لوبېدلی ؤ.

په ټولنيزو رسنیو د نجيب ترکي په مړينه د خفګان څرګندونې شوي دي.