په افغانستان کې امریکايي پوځ ویلي، "په تېرو دوه ورځو کې امریکايي پوځ د افغان ځواکونو د دفاع په لړ کې په هلمند کې څو هدفي بریدونه کړي په چا چې طالب جنګيالو حمله کړې، او د امریکايي پوځ بريدونه د امریکې او طالبانو د موافقې سره سم دي".
وسله والو طالبانو دا حمله د شنبې/خالي د ورځې په ماښام پیل کړه او راپورونه وايي دغه جګړه تر بېګاه پورې د لښکرګاه په غاړو کې روانه وه.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وياند کرنل سوني ليګټ په ټويټر ویلي، "د افغان ځواکونو د دفاع او ملاتړ دپاره به امریکايي ځواکونه بريدونه کوي او دوام به ورته ورکوي څوک چې د طالبانو د بريدونو لاندې وي".
Over the past two days USFOR-A has conducted several targeted strikes in Helmand to defend ANDSF forces under attack by Taliban fighters, consistent with the U.S.-Taliban agrmnt. USFOR-A has & will continue to provide support in defense of the ANDSF under attack by the Taliban
— USFOR-A Spokesman Col Sonny Leggett (@USFOR_A) October 12, 2020
هغه په افغانستان کې د سکاټ ملر د خولې ویلي،"طالبانو له پکار ده چې په هلمند کې په سمدستي ډول عملیات ودروي او په ټول ملک کې تشدد کم کړي. او دا کار د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې سره سمون نه خوري د کومې موافقې لاندې چې د افغان سولې خبرې روانې دي".
د راپورونو ترمخه طالبان په بريدونو کې د لښکرګاه تر څلورمې حوزې ته رسېدلي خو افغان حکومتي وياند صديق صديقي ویلي هلمند ته تازه ځواکونه لېږل شوی او زر به طالبان په شا وتمبوي.
راپورونه وايي په جګړه کې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او افغان ځواکونه او عام خلک هم د دغه جګړې له امله اغېزمن شوي خو کره شمېرې يې لا مخې ته نه دي راغلي.
د هلمند چاوراکو ويلي د طالبانو د لومړو بريدونو سره ځواکونه د ستونزو سره مخ ؤ خو وروسته چې تازه ځواکونه موقعې ته رسېدلي او حالات يې قابو کړي دي.
راپورونه وايي په هلمند د طالبانو د بريد له امله نه يواځې چې مرګ ژوبلې اوښتې بلکې ويل شوي د جګړې د ځای څخه ډېری خلکو کډې هم کړي دي.