د افغانستان د دفاع وزارت ویلي، د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د پوځ دوه (اېم ايي-17) پوځي هيلي کاپټرې د تکنيکي ستونزو له امله غورځېدلي او نهه کسان پکې مړه شوي دي.
د دفاع وزارت ویلي دغه پېښه تېره شپه شوې او د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي.
Two ANA Mil Mi-17 helicopters crashed due to technical issues while they were taking off in Nawa district of Helmand province, around 01:15 AM last night. Unfortunately, 9 individuals aboard were martyred in the crash. MoD is investigating the incident. 1/2
— Ministry of Defense, Afghanistan (@MoDAfghanistan) October 14, 2020
د افغانستان د ځايي مطبوعاتو ترمخه دغه پېښه په ناوه ولسوالۍ کې مخې ته راغلې ده او هغه هيلي کاپټرې په ټکر شوي چې پوځي سرتيري يې کوز کړي او ژوبل يې وړل.
په هلمند کې دغه پېښه په داسې حال کې شوې چې د خالي/ شنبې د ورځې په ماښام وسله والو طالبانو په هلمند کې بريد کړی او د راپورونو ترمخه د پرونه پورې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه وه.
ملګرو ملتونو ویلي چې د اففانستان په سویلي هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار ته نزدې د افغانستان د ملي امنیت ځواکونو او غېر دولتي وسله والو ډلو ترمنځ جګړو کې د رپوټونو تر مخه خواوشا 35,000 خلک بېځایه شوي دي.
ملګرو ملتونو پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ ویلي چې د ځایی چارواکو د لمړیو اټکلونو تر مخه نزدې 200 تنه مړه یا ټپیان شوي هم دي ، او په دغه شمېره کې ممکن ده چې بدلون راشي ځکه چې تر اوسه ارزونې روانې دي.