پاکستان کې په امنیتي ځواکونو دبریدونو چټک شوې لړۍ دافغان سولې دهڅو سره څه تړاؤ لري؟

څېړونکي تېره ورځ د بلوچستان په ګوادر او د خېبر پښتونخوا د شمالي وزيرستان په سيمو کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه د اندېښنې وړ ګرځوي او وايي دغه بریدونو د هېواد په بابله پوښتنې راولاړې کړي چې جاج اخستل یې اړېن دی.

اخوا د پاکستان په سېنټ کې هم په دې اړه بحث شوی او د مسلم لیګ (ن )مشر او قاېد ايوان راجه ظفرالحق دا د افغانستان د جوړ جاړي د هڅو دتالا ترغۍ کولو پلمه بلې ده.

څېړنکار او د پاکستان د پوځ پخوانی افسر ليفټننټ جرنل رېټاېرډ طلعت مسعود په امنیتي عسکرو دا اوسني بريدونه داندېښنې وړ بلي او وايي هغه ګڼي چې د هېواد سویلين او عسکري مشرتابه ته به غور کول وي چې د هېواد دننه وسله والو ته د بهر نه د چا مرسته ملاتړ ترلاسه دی؟

هغه زیاتوي دا به هم څېړل وي چې د امنیت په قابو کولو کې د هېواد د ځواکونو څخه چرته او څه بې غوری شوې ده؟

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي تیره ورځ‌ په ګوادر اؤ شمالي وزیرستان کې د۲۱ؤ نه د زیاتو امنیتي عسکرو وژنې به دهیواد امنیتي وضعیت زیات اغیزمن کړي.

هغه وایي دې بریدونو دپاکستان په امنیت هم ژورې پوښتنې راولاړې کړي دي اؤ زه فکر کووم چې دپاکستان پوځي اؤ سیاسي مشرتابه به هم دې بریدونو فکرمند کړی وي.

په عین حال کې دجمعې په ورځ دپاکستان په سینیټ‌کې هم ددې بریدونو په اړوند بحث شوی اؤ دمسلم لیګ (ن) ګوند مشر راجه ظفرالحق دمرکزي وزیر نه سپیناوی غوښتی دی.

هغه ویلي پاکستان دافغانستان په امن کې زړه پورې هڅې کړي اؤ په شمالي وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو تازه بریدونه ددې هڅو دتالا ترغۍ کولو په معنا دي.

هغه وویل پرون چې په بلوچستان کې کوم امنیتي سرتیري ووژل شول دا یو دردونکی وضعیت دی اؤ د۲۰ؤ کسانو په وژنه یوازې رسمي کارروایي کول کفایت نه کوي.

لیفټننټ جنرال (ر) طلعت مسعود بیا وایي پاکستان کې څوک هم تر هاغه وخته بریدونه نه شي کولی تر څو چې ورسره د کور دننه لاسونه نه وي.

يو بل څېړنکار جميل چترالي وايي د امريکا او افغان طالبانو ترمينځ د امن لوظنامې او د بېن الافغاني خبرو د پیل کیدو وروسته دا اندازه وه چې د هغې اثرات به د تشدد په شکل کې په پاکستان راځي.

وي او ای ډيو سره خبرو کې هغه ویلي په پاکستان کې امن يواځې د افغانستان د کشالې د هواري سره نشي راتلی تر څو چې په دې سيمه کې د پراکسي جکړې د ختمولو لپاره د سيمې دهېوادونو ترمينځ بامقصده خبرې نه وي شوې.

څېړونکي دا هم چې په پاکستان کې امن افغانستان سره په ګډه پوله د ازغن تار لګولو دلارې نه شي راتلی اؤ هم ایټمي وسله ترهغې دیو هیواد دامن ضمانت کیدای شي ترڅو چې دیوې سیمې ولس دپرمختیا په زغل کې نه وي شامل کړل شوی