د پاکستان مسلم ليګ ن مشر او پخواني وزيراعظم نواز شريف د پوځ هغه رپورټ رد کړی کوم چې د کراچۍ د پوليس مشر د پېښې په اړه پوځ خپور کړی دی، خو د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د پوځ د رپورټ ستاينه کړې ده.
د پاکستان پوځ پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [10م نومبر] ویلي، د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په امر ترسره شوؤ پلټنو کې د کراچۍ په پېښه کې ککړ د رېنجرز ځواک او استخباراتي ادارې ايي اېس ايي چارواکي د چوکو څخه لرې کړی شوي دي.
نواز شريف ويلي، "د کراچۍ د پېښې د پلټنو رپورټ په اصل کې په رښتياؤ د پردې اچولو ناکامه کوشش دی. د ځان د بچ کولو دپاره د ښکته کچې افسرانو قرباني کولو دا رويه د غندنه وړ ده، رپورټ در".
کراچی واقعے کی انکوائری رپورٹ اصل حقائق پر پردہ ڈالنے کی ناکام کوشش ہے۔ خود کو بچانے کے لئے جونیئر افسران کو قربان کرنے کی یہ روش قابلِ مذمت ہے۔ رپورٹ ریجیکٹڈ!
— Nawaz Sharif (@NawazSharifMNS) November 10, 2020
بل لور ته د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري د دغه رپورټ ستاينه کړې چې پلټنې شوي او زمه وار پکې په ګوته شوي دي.
بلاول د پوځ او استخباراتي ادارې ايي اېس ايي د مشر نه د کراچۍ د پوليس مشر د پېښې په اړه د پلټنو غوښتنه کړې وه.
ايي اېس پي ار پرون ويلي، د 18م اکتوبر د کراچۍ د پېښې په ترڅ کې د سيند صوبې د پوليس مشر په شکايت د پوځ مشر په امر پلټنې پوره کړی شوي او ويل شوي د قايداعظم د مزا د سپکاوي په پېښه په رېنجرز او ايي اېس ايي سخت اولسي فشار ؤ چې ګامونه واخلي.
پوځ ویلي په ياده پېښه کې دغو افسرانو د اولسي فشار او حالاتو ته په کتو د جذباتو څرګندونه کړې او په خپله يې ګام يې پورته کړی ؤ.
ویل شوي په دغه اړه به نور عملیات په پوځي مرکز [جي اېچ کيو] کې اخستلی شي او دغه چارواکي د خپلو چوکو څخه لرې کړی شوي دي. خو په بيان کې د چارواکو په اړه نور جزیات نه دي ورکړی شوي.
په 19م اکتوبرد ګل/ دوشنبې په سهار د پاکستان مسلم ليګ ن مرستیالې مشرې او د پخواني وزیراعظم نواز شريف لور مريم نواز په کراچۍ کې ویلي ؤ هغه او مېړه يې (ر) کېپټن صفدر د هوټل په کوټه/ کمره کې اووده ؤ سهار وختي پوليس راغلي د هغو د کوټې دروازه يې ماته کړې او صفدر يې د ځان سره بوتللی ؤ.
د صفدر د نیولو وروسته د مریم نواز ویاند د سيند صوبې پخواني ګورنر محمد زبېر ویلي ؤ د صوبې وزیراعلی مراد علي شاه ورته ویلي چې د شپې په مهال کسان ورغلي د صوبې د پوليس مشر ايي جي يې د نيم پوځي ځواک رېنجر د افسر (سېکټر کمانډر) دفتر ته بوتللی د صفدر د نيولو امر يې پرې لاسليک کړی او بيا يې پوليس ورليږلي چې اوس هغه ونيسي، او پوليس مشر يې د څو ساعتونو پورې د ځان سره کښېنولی ؤ.
هغه ویلي ؤ دغه کار رېنجرز ځواک او پوځ کړی ؤ.
د پاکستان تحریک انصاف د حکومت د اطلاعاتو وزير شبلي فراز هغه وخت ویلي ؤ د قايداعظم د مزار سپکاوی شوی او که هر څوک ؤ هغه به نيول کېدو.
د يادې پېښې وروسته د سيند صوبې پوليس مشر (ايي جي) مشتاق مهر په رخصتۍ د تلو ویلي ؤ او له دغې وروسته يو شمېر پوليس افسرانو هم په رخصتۍ د تلو خواستونه کړي وو.
د سيند پوليس ویلي ؤ په 18/ 19 اکتوبر چې کومه پېښه شوې وه د سيند پوليس دغه عمل دردولي او د خفګان سبب یې ګرځېدلې وه.