داسلامیه کالج پوهنتون ښځینه زده کوونکو دنهې په ورځ د پوهنتون د وائس چانسلر د دفتر مخې ته احتجاجي مظاهر کړې وه اؤ تورونه یې لګولي چې د تحقیقي مقالو اؤ دپرچو د کتلو په مهال استاذان هغوئ نه ناجائزه غوښتنې اؤ په جنسي توګه یې دځورولو هڅې کوي.
دخیبر پښتونخوا صوبې ګورنر ښاغلي شاه فرمان دپېښور به اسلامیه کالج پوهنتون کې د استاذانو لخوا دښځینه زده کوونکو دځورؤنې ددغو تورونو په سخته نوټس اخستی اؤ په درېوؤ ورځو کې دننه یې دپلټنو سرته د رسولو امر کړی.
په ټولنیزو رسنیو د ښځینه زده کوونکو داحتجاج ویډیوګانې خپرې شوي چې پکې لیدل کیږي هغوئ دپوهنتون دانتظامیې په ضد اؤ میرمنو ته دعزت ورکولو شعارونه ورکوي.
په احتجاج کې دمیرمنو په ملاتړ د پوهنتون نارینه زده کوونکو هم برخه اخستې ده .
ددغو احتجاج کوونکو ښځینه محصلینو وینا وه چې دیوې اوږدې مودې راهسې د پوهنتون دنه ښځینه زده کوونکې ځورول کیږي خو دپوهنتون انتظامیه دهغوئ دتحفظ دپاره هیڅ ګامونه نه اخلي.
These students are protesting at Islamia College University Peshawar, saying that they are being harassed by teachers and university administration @takkar1234 @Shafqat_Mahmood@ShahFarman_PTI #harrasment #IslamiaCollegeUniversity https://t.co/BcDMmPsM3z pic.twitter.com/szm4NuaaIt
— Misbah Ud Din Utmani (@Misbah0231) November 11, 2020
په ټولنیزو رسنیو ددې احتجاج د ویډیوګانو خپریدو سره سم د خیبر پښتونخوا صوبې ګورنر اسلامیه کالج پوهنتون کې دښځینه زده کوونکو د ځورونې په سختۍ سره نوټس اخستی اؤ دګورنر دڅارنې ټیم ته یې امر کړی چې په درېوؤ ورځو کې دننه باید ددې پېښو اؤ تورونو پلټنې وکړي.
پخپل یو بیان کې د خیبر پښتونخوا ګورنر چې د پوهنتونونو د چانسلر ذمه وارۍ هم پغاړه لري، ویلي په تعلیمي ادارو کې به د ځورونو پېښې په یو صورت هم ونه زغمل شي.
هغه ویلي په دمحصلینو په ځورونه کې دککړو کسانو په ضد به سخت ګامونه اخستل کیږي اؤ داسلامیه کالج په ګډون به ټولو پوهنتونونو کې ښځینه زده کوونکو ته بشپړه تحفظ ورکول کیږي.
This is a very serious issue. Female students of the historic Islamia College University Peshawar, joined by male students, protest against harassment in university (and other universities) by teachers, staff in the name of marks and position. Chancellor, govt, VCs must stop it pic.twitter.com/fAx16sjR4q
— Javed Aziz Khan (@JavedAzizKhan) November 11, 2020
ګورنر زیاته کړې ده چې “دخپلو لوڼو په عزت اؤ وقار به هیڅ رقم مصلحت ونه کړو”
وي او ای ډیوه چې کله د ښځینه زده کوونکو د جنسي ځورونو د تورونو په هکله د اسلامیه کالج پوهنتون د انتظامیې دریځ معلومول وغوښتل نو پوهنتون دټيلي فون په شمیره ورته وویل شول چې دا مهال انتظامي مشران پوهنتون کې نشته.
تر دې دمخه هم د اسلامیه کالج پوهنتون په پخواني وائس چانسلر ډاکټر نوشاد یوې ښځینه زده کوونکې دجنسي ځورونې تورونه لګولي وؤ خو هغه وخت نوموړي وي سي رسنیو ته ویلي وؤ چې دپوهنتون د انتظامیې ځېنې غړي هغه سره شخصي خوابدي لري اؤ د یوې جینۍ په پلمه یې رسوا کول غواړي.