د پاکستان کرکټ لوبډله چې د نيوزي لېنډ په سفر ده د لوبډلې شپږ لوبغاړي د کرونا وايرس ښکار شوي دي، دا خبر د کرکټ نړيوال کونسل خپور کړی دی.
د کرکټ نړيوالې شورا [ايي سي سي] په ټويټر ويلي، "په دغو شپږ لوبغاړو کې په دوو کې کرونا وايرس د مخکې نه وه او په څلورو کې نوي مالوم شوي دي".
JUST IN: Six members of the Pakistan squad that travelled to New Zealand have tested positive for COVID-19.Two of the six results have been deemed “historical” while four are confirmed as new.#NZvPAK pic.twitter.com/GP1pAR4cK7
— ICC (@ICC) November 26, 2020
ايي سي سي د يادو لوبغاړو نومونه نه دي ښکاره کړي او نه د پاکستان کرکټ بورډ تراوسه پورې په دغه اړه کوم بيان ورکړی دی.
د پاکستان کرکټ لوبډله په 23م نومبر د لاهور څخه نيوزي لېنډ ته تللې او له دغې وړاندې ویل شوي وو د ټولو لوبغاړو او چارواکو د کرونا معاينې شوي او منفي راغلي دي.
خو له دغې وړاندې ویل شوي ؤ په بېټسمېن لوبغاړي فخر زمان کې تبه مالومه شوې ځکه هغه د لوبډلې څخه ويستل شوی ؤ او د هغه د کرونا په اړه څه نه ؤ ويل شوي.
د پاکستان کرکټ لوبډله د دوه پينځه ورځنيو [ټېسټ] او درې شل اووريزو [ټي ټيونټي] سيالو دپاره نیوزي لېنډ ته په سفر ده.