واشنګټن ــــ د اسلام اباد هایکورټ د پاکستان پخوانی وزیراعظم او د مسلم لیګ ن ګوند مشر نواز شریف د درغلۍ په تور د العزیزیه او اېون فیلډ د مقدمو په اورېدنه کې عدالت ته په پرله پسې توګه د نه حاضرېدو له کبله اشتهاري اعلان کړی دی.
د جسټس عامر فاروق او جسټس محسن اختر کیاني په ګډون د هایکورټ دوه کسیز بېنچ د شورو- چارشنبې په ورځ په دواړو مقدمو کې د نواز شریف د درخواست اورېدنه وکړه او ویې چې د نواز شریف د اشتهاري اعلانونو په اړه به لیکلې پرېکړه وروسته خپره کړي.
د اورېدنې په مهال د خارجه وزارت د یورپ څانګې مشر مبشر خان پخپل رسمي بیان کې وویل، چې "ما د دې عدالت له خوا د نواز شریف په اړه خپاره شوي اشتهارات تر لاسه کړل، چې له خارجه دفتره لندن ته د پاکستاني های کمیشن دفتر ته ولېږل شول".
مبشر خان وویل چې په لندن کې د پاکستان های کمیشن دفتر د نومبر پر 9مه د بهرنیو چارو دفتر ته جواب ورکړ او ویې ویل چې د "رایل مېل" په وسیله نواز شریف ته د هغه د اشتهاري اعلانېدو خبر ورکړل شو او د نومبر پر دېرشمه د دوی دفتر ته اشتهاراتو د رسېدو حال هم ورکړل شو.
په دې مهال د پاکستان د سرکاري وکیل مرستیال طیب شاه عدالت ته وویل چې جنګ لندن اردو ورځپاڼې ته یې هم د نوازشریف د مفرور اعلانېدو د اشتهار چاپولو په اړه خط لېږلی او وایي پاکستان ته د پخواني وزیراعظم د را بللو لپاره یې په ټولو انګرېزي ورځپاڼو کې هم اشتهارونه چاپ کړي دي.
نوازشریف دا مهال په لندن کې دی او د هغه ګوند په وینا علاج یې روان دی، نوموړی تېر کال د العزیزیه او اېون فیلډ مقدمو کې د درغلۍ په تور سزا شوی وو خو بیا د اسلام اباد هایکورټ په امر د علاج لپاره لندن ته تللی دی.
د شورو- چارشنبې د اورېدنې په مهال د پاکستان د تحقیقاتو د مرکزي ادارې ایف ای اې یو افسر اعجاز احمد هم پخپل بیان کې وویل، چې د دوی دفتر هم د لاهور په جاتي امرا او ماډل ټاون سیمو کې د نواز شریف دوو کورونو ته د هغه د اشتهاري اعلانېدو خبر ورکړی وو.
اسلام اباد هایکورټ په تېره اکتوبر میاشت کې نواز شریف ته د اشتهاري اعلانولو په مقصد خبرداری ورکړی وو چې که په دېرشو ورځو کې عدالت ته ځان ونه سپاري نو په رسمي توګه به اشتهاري وګرځول شي.
د پاکستان د احتساب ادارې نېب وکیل جهانزېب بهروانا پر عدالت ټینګار کړی چې د خپلې سزا په خلاف د نواز شریف دواړه درخواستونه رد کړي او وایي کېدای شي په دې بنیاد نواز شریف ته سزا ورکړل شي چې هغه عدالت ته نه دی وړاندې شوی.