دخیبر پښتونخوا دحکومت لخوا سرکاري روغتونونو کې ولس ته دصحت دغوره اسانیو ورکولو ددعوې برعکس دخېبر پښتونخوا په دوهم ستر تدریسي رروغتون (خیبر ټیچنګ هسپتال) کې داکسیجن ختمیدو له امله شپږ ناروغان تیره شپه مړه شوي دي.
صوبایي حکومت هسپتال کې د رامنځته شوې پېښې پخلی کړی اؤ وایي په سمدستي توګه یې د پلټنو امر کړی اؤ د۴۸ؤ ساعتو دننه یې دپېښې په اړوند راپور غوښتی دی.
خو په ټولنیزو رسنیو بیا یو شمیر فعالانو دا پېښه دناروغانو دژوند په اړه دحکومت سنګین غفلت ګرځولی اؤ دصحت د صوبایي وزیر څخه یې د استعفا غوښتنه کړې ده.
په پېښور کې میشت خبریال لحاظ علي چې ددې پېښې اطلاع یې په ټوئټر خپره کړې ده د اتوار په ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي دهسپتال انتظامیې هغه ته ویلي چې دخالي اؤ اتوار په منځ شپه د دوؤ اؤ درېوؤ بجو په منځ کې په هسپتال کې اکسیجن ختم شوی ؤ اؤ په دغه مهال د یاد روغتون په بیلابیلو خونو کې څه دپاسه ۲۵۰ ناروغان پراته وؤ.
هغه د هسپټال دانتظامیې له خولې وایي چې په دغو ناروغانو کې په کرونا وایرس، د زړه اؤنورو بیلابیلو ناروغیو اخته ناروغان شامل وؤ چې له هغوئ څخه شپږ ناروغان په وخت داکسیجن نه ترلاسه کیدو له امله مړه شوي دي.
1. There was an incident at KTH last night involving a shortage of oxygen supply.I have directed the BoG to conduct an immediate inquiry & take action within 48 hours. If found unsatisfactory, or if otherwise required, the govt will immediately order its own independent inquiry.
— Taimur Khan Jhagra (@Jhagra) December 6, 2020
دصوبې دصحت وزیر تیمور خان جهګړا هم منلې ده چې په یاد روغتون کې د اکیسجن دکمي له امله تیره شپه دغه بده پېښه مخې ته راغلې ده.
تیمور جهګړا په ټوئتر لیکلی دیاد هسپتال انتظامیې ته په سمدستي توګه دپېښې دپلټنو امر شوی اؤ ورته ویل شوي چې په دوؤ شواروزو کې دننه باید دپېښې په اړوند راپور مخې ته راوړي.
هغه پخپل ټوئټ کې دمړو شمیر نه دی واضحه کړی خو د صوبايي حکومت ویاند وایي پېښه کې شپږ کسان مړه شوي دي.
په پاکستان کې ګڼ شمیر رسنۍ بیا د مړو شوؤ کسانو شمیره اته ښایي.
تیمور خان جهګړا دا هم ویلي چې که چرې پلټنې دقناعت وړ نه وې یا اړتیا ولیدل شوه نو حکومت به بیا دخپله انده ددې پېښې د پلټنو امر وکړي.
خبریال لحاظ علي دا پېښه دحکومت اؤ دهسپټال دانتظامیې یو سنګین غفلت بولي اؤ وایي خیبر پښتونخوا صوبه کې دتحریک انصاف دحکومت څه دپاسه اووه کاله پوره شول اؤ په دې اوږده موده کې چې دوئ(حکومت) روغتونونو ته اکسیجن نه شي ورکولی نو دا یو مجرمانه غفلت دی.
هغه وایي په دې غفلت کې که د وزیراعلی نه واخلې د وزیر یا د هسپتال د انتظامیې پورې هر څوک ککړ وي هغه دخپل منصب نه لرې کول اؤ په ضد یې سخت قانوني ګامونه اخستل پکار دي.
خیبر ٹیچنگ ہسپتال میں آکسیجن کی کمی کا واقعہ، انکوائری کا حکم جاریوزیراعلی خیبرپختونخوا @IMMahmoodKhan کا واقعہ پر شدید برہمی کا اظہار، زمہ داران کے خلاف کارروائی ہوگی، ترجمان خیبرپختونخوا حکومت @kamrankbangash #KPKUpdates pic.twitter.com/FjTJQFRsDO
— PTI KP (Official) (@PTIKPOfficial) December 6, 2020
دخیبر پښتونخوا حکومت ویاند کامران بنګش ویلي په یاده پېښه کې دشپږو قمیتي ځانونو په ضیاع وزیراعلي اؤټول حکومت خفه دی اؤ ددې پېښې دپلټنو امر یې کړی.
په ټوټئر نوموړي پخپله یوه لنډه ویډیو کې زیاته کړې چې دوؤ شواروزو کې به ددې پېښې پلټنې مخې ته راوړل شي کومو خلکو چې غفلت کړی دهغوئ په ضد به کوټلي ګامونه پورته کولی شي.
خو خبریال لحاظ علي بیا وایي یوازې په بهانو د خلکو ژوند نه شي ژغورل کیدای اؤ دخیبر پښتونخوا په روغتونونو کې دا وړومبی ځل هم نه دی چې د اکسیجن ستونزه مخې ته راغلې ده بلکې په تیرو وختونو کې هم داسې شوي خو تراوسه حکومت ځان په دې ستونزه ناجاڼه کړی دی.
په ټولنیزو رسنیو هم یو شمیر فعالانو دا پېښه حکومتي غفلت بللی اؤ دصوبې دصحت وزیر نه یې د استعفا غوښتنه کړې ده.
دبشري حقونو فعال عمران ټکر په ټوئټر لیکلي که اروپا کې داسې رقم پېښه رامنخته شي نو وړومبی وزیر دخپل منصب نه استعفا کوي بیا وروسته پلټنې اؤ رپورټونه مخې ته راځي.
ګڼو فعالانو دا هم ویلي چې هرکله دصوبې په سرښار پېښور کې روغتونونه داکسیجن غوندې بنیادي اسانتیاوې نه لري نو د چترال،دیر، کوهستان اؤ کرک په څېر پسمانده سیمو کې به بیا روغتونونه په څه حال وي؟