د کورونا وایرس له کبله د افغانستان د هوابازۍ څانګې ته 100 میلینه ډالر زیان اوښتی

واشنګټن ــــ د افغانستان د هوابازۍ اداره وایي په هېواد کې یې د کرونا وایرس له خپرېدو وروسته ملکي هوایي چلند او دوو هوایي کمپنیو آریانا افغان هوایي شرکت او کام اېر ته 100 میلینه (10 کروړه) ډالره زیان اوښتی دی.

د طلوع نیوز د خبر له مخې د افغانستان د هوابازۍ د ادارې مشر محمد قاسم وفایي زاده وایي، په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د بیارغونې د کارونو په ګډون د هوابازۍ د څانګې د بیا ښه کولو لپاره ګڼ پلانونه په مخ کې لري.

ښاغلی محمد قاسم وایي د تېر کال په نسبت سږ کال د کام اېر هوایي شرکت آمدن یا ګټه 40 میلینه ډالره کمه شوې ده، همدارنګه وایي د آریانا افغان هوایي شرکت ګټه هم د تېر کال په نسبت 60 میلینه ډالره کمه شوې ده. ښاغلی وفایي زاده وایي:

"هوایي کمپنۍ به دا خبره راسره ومني چې دغه مرسته او د افغانستان د ملکي هوایي چلند د مرستې پالیسي کامیابه وه او د کرونا له کبله پر مالي تاوان برسېره- چې کام اېر او آریا کمپنۍ ته اوښتی- په دوی کې یوه کمپنۍ هم له مفلسۍ سره مخ نه ده".

محمد قاسم وفایي زاده وایي د هوابازۍ اداره یې دا مهال پر څلورو منصوبو کار کوي،‌ چې په هغه کې د کابل په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د نوي ټرمینل جوړېدل دي چې وایي د حکومت او شخصي څانګې په ملتیا جوړېږي.

خو بل لور ته د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر مشر سید عمر صبور بیا ټینګار کوي چې په دې هوایي میدان کې د نوي ټرمینل پر ځای دې په کابل کې اړتیا ته په کتو یو بل هوایي ډګر جوړ شي. ښاغلی صبور وایي:

"د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د استوګنې په سیمه او د ښار په منځ‌ کې دی، موږ دلته د مځکې له قبضه ګرو هم خوندي نه یو، د هوایي‌ ډګر شاوخوا سیمه کې باید کورونه نه وای جوړ شوي".

ښاغلی صبور وایي چې نوی هوایي‌ ډګر باید د کابل په جنوب لوېدیځ کې په لوګر ولایت کې جوړ شي او دا کار باید تر 2030م کال پورې په راتلونکو لسونو کلونو کې بشپړ شي.