د بلوچستان په پنجګور کې چاودنې 2 تنه وژلي او 8 یې ټپیان کړي

کوټه ــــ د ایران پولې ته نیژدې د بلوچستان په ناارامه سیمه پنجګور کې د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او اته ټپيان دي، د چاودنې ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیسې.

د پنجګور د پوليسو ايس ايچ او امير جان وي او اې ډيوه ته وويل، چاودنه د خالي- شنبې په مازديګر په ایسۍ سیمه کې هغه وخت شوې چې د فوټبال په ځايي لوبغالي کې د ښوونځيو د دوو ټيمونو تر منځ لوبه ختمه شوه.

د اميرجان په خبره چاودنه د ريموټ کنټرول وه او بم د لوبغالي څنګ ته ښخ کړل شوی وو، هغه وايي د مړو جسدونه او ټپيان يې د درملنې لپاره د پنجګور سېول روغتون ته وړي دي:

"د لوبغالي څنګ ته په ولاړ موټر کې سپاره دوه تنه وژل شوي او اته نندارچيان ټپيان شوي دي، په ټپيانو کې زياتره شمېر د ځوانانو دی، د يوه ټپي حالت ښه نه دی، دوه ټپیان له روغتونه کورونو ته رخصت کړل شوه، د نورو درملنه کېږي".

د بلوچستان حکومت ايالتي ویاند لياقت شاهواني پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي،‌ د ټپيانو د ښې درملنې لپاره يې په روغتونو کې بیړنی حالت اعلان کړی دی. شاهواني د دې پېښې ذمه واري پر چا نه ده ور اچولې خو وایي په ضد به یې ګامونه اخلي:

"د بې ګناه خلکو په نخښه کوونکي د هیڅ رعايت وړ نه دي، په پيښه کې ککړ ترهګر به نيول کيږي او قانوني چلند به ورسره کيږي".

پوليس وايي د پيښې ځای يې په ولکه کې اخيستی او د پېښې نورې پلټنې کوي، د يادې پيښې ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې.

پنجګور د بلوچستان له حساسو سيمو څخه کڼل کيږي، چې وخت په وخت پکې پر امنيتي ځواکونو وسلوال بريدونه او چاودنې کېږي، پر ځواکونو د بريدونو ذمه واري زياتره وخت بلوچ وسلوالې ډلې پر غاړه اخلي.

د بلوچستان حکومت په ايالت کې د وسلوالو د ملاتړ او د ناامنۍ تورونه په هندوستان پورې کوي خو هند اکثر دا تورونه رد کړي دي.