راشد خان د T-20 د لسیزې غوره لوبغاړی وګرځول شو

د کرکټ نړیوالې شورا [ايي سي سي] د افغانستان ستوری اسپنر بالر لوبغاړی راشد خان د لسيزې د ټي – ټيونټي د لسيزې غوره لوبغاړی ګرځولی دی.

ايي سي سي ويلي، راشد خان د لسيزې د ټي ټيونټي کرکټ د لسيزې غوره لوبغاړی دی.

د ايي سي سي ترمخه هغه د لومړۍ جنورۍ 2011 نه تر اووم اکتوبر 2020 پورې موده کې په 48 ټي ټيونټي سياليو کې 89 وکټې ترلاسه کړي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ راشد خان ته مبارکي ويلې اود هغه د لسيزې غوره لوبغاړی ګرځېدل يې تاريخي کامیابي ګڼلې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي،

د راشد خان د ټي ټيونټي د لسيزې د غوره لوبغاړي ګرځېدل د افغانستان دپاره تاريخي لاسه ته راوړنه ده. هغه په ټي ټيونټي کې بې سارې کاميابي ترلاسه کړې او د هغه اثر نوی کُول راړولی دی، هغه غېر معمولي صلاحيتونه لري.