امریکا تیاره ده چې د ډېنيل پرل د وژونکو پرضد مقدمه وچلوي

د امریکې اټارني څارنوال/ اټارني جنرل ویلي، چې امریکا تياره ده چې د ډېنيل پرل په وژنه کې ککړ سزاوار پرضد مقدمه وچلوي د چا د خوشي کولو امر چې د پاکستان عدالت کړی دی.

امریکې دغه خبره په داسې حال کې کړې چې د پاکستان د سيند صوبې سترې محکمې/ هايکورټ د امریکايي جرنلېسټ ډېنيل پرل په وژنه او تښتونه تورن احمد عمر سعید شېخ او د هغه سره درېو ملګرو د خوشي کولو امر کړی دی.

عمرشېخ ته په کال 2002 کې د ډېنيل پرل د تښتونې او وژنې په مقدمه کې د ترهګرۍ ضد عدالت د مرګ سزا اورولې خو وکيلانو يې د سزا پرضد په هايکورټ کې اپيل کړی او سږ کال په دوېم اپرېل د سيند هايکورټ د هغه سزا په اووه کاله بدله بند بدله کړې چې د وکیل په خبره يې دغه سزا هغه د وړاندې نه تيره کړې ځکه چې هغه 18 کاله په بند کې ساتل شوی دی.

د سيند صوبايي حکومت او د ډېنيل پرل مور او پلار بيا د سيند هايکورټ پرېکړه په سپريم کورټ کې چېلنج کړې او د سيند صوبې حکومت عامه نظم ته د خطر په اساس هغوی په بند کې ساتلي وو.

سيند هايکورټ بيا په [24 دسمبر] د احمد عمر شېخ او د هغه سره درې نورو بنديوانو د نظر بند ساتلو حکم معطل کړی او د هغوی د خوشي کولو امر يې کړی ؤ. خو عمر شېخ او ملګري يې د دغه امر په ورځ نه ؤ خوشي کړی شوي.

سرپرست څارنوال جېفري روسن ویلي، "مونږ د پاکستان د حکومت دې پرېکړې ته درناوی لرو چې د سيند هايکورټ د فېصلې پرضد يې اپيل کړی چې د شېخ او هغه د ملګرو سره دې حساب وشي". او نوموړي "د هغوی خوشي کول د ترهګرۍ د اغېزمنو سپکاوی یاد کړی دی".

هغه په بيان کې ویلي، "که د تورنو پرضد هڅې نه کامیابيږي امریکا تياره ده چې عمرشېخ بندي کړي او په امریکا کې پرې مقدمه وچلوي".

هغه زياته کړې مونږ دا اجازه نه شو ورکولی چې د ډېنيل پرل په تښتونه او وژنه کې انصاف د پښو لاندې شي.

په برتانیه کې زېږېدلی شېخ چې د لندن په سکول اف اکنامکس کې يې زده کړې کړي د بهرنیانو په تښتولو کې ککړ پاتې شوی او د ډېنيل پرل د تښتولو څو ورځې وروسته نيول شوی او بيا ورته د مرګ سزا اورول شوې وه.

د جارج ټاؤن پوهنتون د پرل پروژې په کال 2011 کې په خپل څيړنيز رپورټ کې ویلي ؤ چې د پرل د وژنې په مقدمه کې غلط تن ته سزا اورول شوې ده.

دغه څيړنه چې د ډېنيل د وال سټريټ جنرل پخوانۍ ملګرې او د جارج ټاؤن پوهنتون پروفېسرې اسرا نعماني په مشرۍ شوې، دعوه پکې شوې وه چې د ډېنيل پرل وژونکی خالد شېخ محمد دی څوک چې د 11 ستمبر 2001 د امریکا د بريدونو تورن مرکزي پلانوونکی دی، احمد سعید عمر شېخ نه دی.

ډيېنل پرل چې د وال سټريټ جنرل د جنوبي اشيا بېورو چيف ؤ په کراچۍ کې په کال 2002 کې هغه وخت تښتول شوی ؤ چې په تندلارو يې خبر جوړولو، او بيا وروسته وژل شوی ؤ.