واشنګټن ــــ د پاکستان وزیراعظم عمران خان د افغانستان د صنعت او تجارت له وزیر سره په لیدنه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د سیاسي روغې جوړې لپاره د تشدد پر کموالي ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې ارامي د ټولې سیمې د اقتصادي ودې لپاره ضروري ده.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد فیضي غوریاني پاکستان ته د خپل سفر په مهال د شورو- چارشنبې په ورځ له وزیراعظم عمران خان سره لیدلي او دوه اړخیز تجارت په ګډون یې د سولې د بهیر په اړه هم ورسره خبرې کړې دي.
د عمران خان دفتر د دې لیدنې تفصیل پر خپله ټویټر پاڼه لیکلی او ویلي یې دي چې وزیراعظم د دواړو هېوادونو تر منځ د ورورۍ د اړیکو یادونه کړې او په افغانستان کې یې د امن او ارامۍ لپاره د خپلې پرله پسې مرستې خبره تکرار کړې ده.
عمران خان دا خبره بیا تکرار کړې چې په افغانستان کې روانه شخړه کوم پوځي حل نه لري او د خبرو اترو له لارې یې پر سیاسي روغه جوړه ټینګار کړی دی. د امریکې او ملګرو ملتونو غوندې عمران خان هم د تشدد کمېدو غوښتنه کړې ده:
"وزیراعظم له ښکېلو ټولو غاړو په ټینګار سره وغوښتل چې په تشدد کې د کموالي له لارې ډزبندۍ ته سره ورسېږي".
عمران خان د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر ته ویلي چې په افغانستان کې امن به ټولې سیمې ته ګټه ولري ځکه چې وایي د اقتصادي ودې لپاره به ټوله سیمه سره وتړل شي او د تجارت لپاره به نوې موقعې پیدا شي:
"وزیراعظم وویل چې پاکستان او افغانستان تر خپل منځ نا استعمال شوې اقتصادي همرنګۍ او بشپړتیاوې لري، چې د اقتصاد او تجارت په برخه کې د همکارۍ له لارې په ښه توګه پېژندل کېدای شي".
ښاغلي نثار احمد فیضي غوریاني د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره هم لیدلي او د دواړو هېوادونو د تجارت او ټرانزټ پر ستونځو یې خبرې کړې دي. محمد صادق پر خپل ټویټر لیکلي:
"موږ پر دې سره سلا شوو چې تجارت باید د سیاست او نورو مسایلو قرباني نه شي. تجارت د دواړو هېوادونو خلکو ته سوکالي راوستلای شي".
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د یو پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته د دې لپاره تللی چې له پاکستاني چارواکو سره د ټرانزیټ تجارت پر نوي تړون خبرې وکړي. د افغانستان او پاکستان تر منځ د تجارت اوسنی تړون په راتلونکې فرورۍ میاشت کې ختمېږي.