یمن: پر هوایي ډګر چاودنې 22 تنه وژلي او 50 ټپیان، هوثي یاغیان وایي لاس پکې نه لري

واشنګټن ــــ د یمن د عدن ښار پر هوایي ډګر د توغندي برید له کبله لږ تر لږه 22 تنه وژل شوي او 50 ټپیان شوي دي، چې ذمه واري یې تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې خو د سعودي ملاتړي یمني حکومت یې پړه پر هوثي یاغیانو ور اچولې ده.

د یمن د اطلاعاتو وزیر معمر الاریاني پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې پېښه کې یو خبریال هم وژل شوی او 10 نور ټپیان شوي دي چې وایي د نوې حکومتي کابینې د ورتګ لپاره هوایي ډګر ته ورغلي وو.

د سعودي د العربیه ټیلیویژن له خوا په خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې د هوایي ډګر یوه ټرمینل ته څېرمه توغندي هغه وخت لګېدلي چې د یمن د نوي منتخب شوي حکومت وزیران له الوتکې را کوزېدل.

د یمن د روغتیا چارواکي وایي په پېښه کې اکثر هغه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي چې په ټرمینل کې دننه وو، ځکه چې وایي د راکټ د چاودنې له کبله د ټرمینل ښیښې او د اوسپنې فرېمونه مات شوي دي.

د یمن د اطلاعاتو وزیر معمر الاریاني د برید پړه د هوثي یاغیانو پر ډله ور اچولې، چې ایران یې ملاتړ کوي او پایتخت سنا یې تر ولکه لاندې دی، خو دې ډله دا تور رد کړی دی.

د یمن د حکومت ویاند رجه بادیح عربي رسنیو ته ویلي، د عدن ښار مایشیق ماڼۍ ته نیژدې یې د هوثي یاغیانو ډرو الوتکه هم لیدلې ده، چې وایي هلته تر چاودنې وروسته حکومتي وزیران د خوندیتوب لپاره وړل شوي وو.

د یمن وزیراعظم معین عبدالمالک دا چاودنه غندلې، دا یې ناوړه عمل بللی او د یمن پر خلکو یې ږغ کړی چې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره سره یو شي.

د یمن لپاره د ملګرو ملتونو استازي مارټین ګریفیتس هم په یوه بیان کې دا برید په کلکه غندلی او ویلي یې دي د تشدد دا ډول ناوړه پېښې ته په کتو دا مهمه ده چې په بیړنۍ توګه باید یمن بیرته د سولې پر لاره برابر کړل شي.

د سره صلیب یا ریډ کراس نړیوالې مرستندویې ادارې دفتر ویلي، چې په دې چاودنه کې د دوی یو کارکوونکی هم وژل شوی دی.

د یمن د اطلاعاتو مرستیال وزیر اوساما شاریم العربیه ټیلیویژن ته ویلي، د توغندي برید "د هوایي ډګر په ودانۍ کې دننه عام خلک په نخښه کړي چې د قاهرې پرواز ته یې انتظار کاوه". وايي د چاودنې په وخت په یوه تازه راغلي جهاز کې د یمن د کابینې وزیران هم وو خو وایي هغو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.