امریکې د خېبرپښتونخوا په زندانونو کې د کرونا د مخنيوي سامانونه ورکړي

په اسلام اباد کې د امریکې سفارتخانې ویلي، د خېبرپښتونخوا په زندانونو کې يې د محکمې سره په ګډه د کرونا د مخنيوي دپاره د 97لکه روپو نه د سېوا ماليت سامانونه ورکړي دي.

سفارتخانې ویلي، د نشه يي توکيو او نفاذ قانون (ايي اېن اېل) لخوا په صوبه کې د زندانونو د محکمې سره په ګډه د زندانونو عملې او بنديوانو ته د کرونا د مخنيوي دپاره د 28دسمبر څخه د اوومې جنورۍ پورې د شخصي ساتنې سازوسامان، د لاسونو سېنېټايزر، صابون او دستانې ورکړي دي.

ويل شوي عملې ته د ساتنې سامانونه او د بنديوانو دپاره د پاک ځای دپاره کارېدونکي توکې په پاکستان کې د امریکايي مشن او خېبرپښتونخوا د زندانونو د محکمې ترمنځ د زندانونو د ښه والي په لړ کې د زندانونو د چارواکو د نور پياوړي کولو د ګډې همکارۍ برخه ده.

سفارتخانې ویلي، د دوه اړخیزه باور جوړې همکارۍ لاندې ايي اېن اېل او د خېبرپښتونخوا د زندانونو محکمې په ټول پاکستان کې د زندانونو چارواکي د بنيادي او اصلاحي اداره جاتي انتظام په لړ کې تربيه کړي هم دي.

ويل شوي د دې ترڅنګ د زندانونو عملې ته زندانونه په غوره نظم سره چلولو او امنيت ټينګ ساتلو دپاره د ساتنې په تړاو سامانونه او ډيجيټل مشينان هم ورکړی شوي دي.