د هزاره کان کیندونکو تر وژنې وروسته د مزدورانو د ژغورنې لپاره غونډه شوې ده

واشنګټن ــــ په بلوچستان کې د کولې یا د ډبرو د سکرو په کانونو کې اکثر پېښې کېږي چې له کبله یې کان کیندونکو ته د سر زیان اوړي، په وروستیو کې په مچ سیمه کې لس تنه هزاره کان کیندونکي وسلوالو وژلي وو، د دې د مخنیوي لپاره په کوټه کې یوه غونډه شوې ده.

د پاکستان د کان کیندونکو د اتحادیې جنرل سیکرټري لالا سلطان وایي، په کانونو کې کارکوونکي نه یواځې له ترهګرۍ اغېزمن دي بلکې دوی د روغتیا او د سر خوندي ساتلو له یو شمېر ستونځو سره مخ دي:

"تعلیمي معاملات یې ختم دي او له مرګه وروسته په نور ملک کې د مزدورانو پینځه لکه معاوضه ده خو په بلوچستان کې دوه لکه روپۍ ورکول کېږي".

دغه غونډه د نهې- سه شنبې په ورځ د نصیراباد د کمیشنر سلیم قرېشي په مشرۍ شوې، چې د کولې د کانونو د اتحادیو مشرانو، ټېکه دارانو، د امنیتي او استخباراتي ادارو چارواکو هم پکې ګډون کړی چې د کولې په کانونو کې د امنیتي پېښو د مخنیوي په اړه یې خبرې کړې دي.

په غونډه کې د کان کیندونکیو لپاره د امنیت له پلوه حساسې سیمې په ګوته شوې دي او په را روان وخت کې د دوی د ژغورنې د تګلارې په اړه هم پرېکړې شوې دي چې د کولې د غرنیو کانونو په سیمه کې به ملېشه ځواکونه او پولیس خپلې امنیتي پوستې جوړوي چې د مچ غوندې پېښه بیا ونه شي.

د کان کیندونکو د ژغورنې په اړه دا غونډه په داسې وخت کې شوې چې د جنورۍ پر درېیمه د بلوچستان په مچ سیمه کې وسلوالو پر یوولسو هزاره مزدورانو برید کړی وو او لس تنه یې تر پېژندنې وروسته وژلي وو، چې د وژنې په ضد یې شپږ ورځې د هغوی له مړیو سره یو ځای په کوټه کې احتجاجي پرلت شوی وو.

د وي او اې ډیوه د خبریال حمید سمسور د رپوټ له مخې د نصیراباد کمیشنر سلیم قرېشي ژمنه کړې چې په مچ سیمه کې د کولې په کانونو کې کارکوونکو مزدورانو او ټېکه دارانو ته به بشپړ تحفظ ورکوي او استخباراتي ادارې به د دغو سیمو په اړه بشپړ معلومات را غونډوي او هلته به د پولیسو او لېویزو شمېر نور هم زیاتوي.

په بلوچستان کې کوله یا د ډبرو سکاره یو لوی صنعت ګڼل کېږي، خو هر کال د کولې په لسګونو کانونو کې د ژغورنې د اسانتیاوو د نشتوالي له کبله لسګونه مزدوران مړه کېږي او ټپیان کېږي.

په دغو کانونو کې اکثر کان کیندونکي د پښتونخوا د سوات سیمې اوسېدونکي دي، خو د بلوچستان د ځایي اوسېدونکو تر څنګ د افغانستان ګڼ شمېر مزدوران هم په دغو کانونو کې کار کوي.