په کراچۍ کې د سي ټي ډي پوليس ویلي د اېن اي ډي پوهنتون زده کوونکی چې شام ته به يې داعش ته پېسې لېږلې، نيول شوی دی.
د کراچۍ د سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې چې د دسمبر په 17م يې د کراچۍ نه محمدعمر نومې تن په دې شک نيولی چې په شام کې به يې داعش ته پېسې لېږلې.
پوليس ويلي د دغه تن پرضد يې په هغه وخت کوم کوټلي شواهد نه ؤ ترلاسه کړي ځکه هغه په ضمانت خوشی کړی شوی ؤ.
د پوليسو په وېنا د دغه تن نه دوه موبايلې ترلاسه شوې وې او د هغې د فرانزک معاينې نه کره شواهد ترلاسه شوي چې تورن تن د داعش دپاره په پاکستان کې پېسې ټولونکي او شام ته لېږونکې ډلې سره دی.
پوليس دعوه کړې ده چې د تورن تن نېغ په نېغه په شام او پاکستان کې د ترهګرو او د هغو د کورنيو سره یې اړيکې وې.
پوليسو ویلي هغه ته به د ملک د نورو برخو نه د ايزې پېسه د لارې پېسې راتلې او دغه پېسې به بيا هغه ضيا نومې تن ته حېدر اباد ته لېږلې او هغه به دا پېسې په ډالرو کې بدلولې او د بيټ کواين د لارې به يې په شام کې د ترهګرو کورنيو ته لېږلې، په محمد عمر باندې د ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمه درج کړی شوې او پوليس وايي پلټنې يې پېل کړي دي.
خو په 12م جنورۍ د سيند هايکورټ د ياد تن د مور په خواست چې زوی يې بې درکه دی ، عدالت د سيند محکمه داخله، ډي جي رېنجرز، پوليس مشر [ايي جي پي]، د سي ټي ډي اېس اېس پي او نورو اړونده چارواکو ته نوټس ورکړی چې د کراچۍ د اېن اي ډي پوهنتون د اينجينيرنګ او ټېکنالوجۍ زده کوونکی مالوم کړي.
سي ټي ډي پوليس دا تازه دعوه په داسې حال کې کړې چې په 11م جنورۍ د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار ويلي ؤ، داعش ته په پاکستان کې ځايي ملاتړ ترلاسه دی او دلته شتون لري خو زيات يې نه لري، د ځينو ډلو سره تړاؤ لري خو دا ډېره غټه مسله ده.
په دوهمه جنورۍ د بلوچستان په مچهـ سيمه کې د لس تنه هزاره خواريکښو د وژنې زمه واري داعش منلې وه.
وزیراعظم عمران خان بيا په نهمه جنورۍ کوټې ته تللی او د وژل شوؤ خواريکښو د کورنيو سره د ليدو په مهال يې ويلي ؤ، چې دا د 35 نه تر 40 پورې کسان دي چې ترهګري کوي وړاندې په لشکر جهنګوي کې ؤ او اوس په داعش کې دي شامل شوي دي.
پاکستان وخت په وخت دعوه کړې چې په ملک کې داعش په منظم ډول شتون نه لري، خو په کال 2015م کې د کراچۍ د سي ټي ډي پولیس ويلي ؤ په کراچۍ کې د ښځو يو منظم نېټ ورک د داعش دپاره کار کوي.
پاکستان هم په کال 2015 کې داعش لاقانونه ډله ګرځولې وه.