دجوبائیډن انتظامیې سره پاکستان خپلو اړېکو ته هېله من دی خو څېړونکي څه نظر لري؟

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هېله ښکاره کړې ده چې دامریکې د نوي صدر جوبائیډن انتظامیه به سیمه کې دامن اؤ ثبات دپاره امریکا سره په ګډه کار کولو ته دوام ورکړي اؤ خپلې اړېکې به لاپسې وغځوي.

خو څېړونکي وایي د امریکې اؤ‌ پاکستان اړېکو کې چې دافغان سولې له امله کوم ښه والی راغلی ؤ اوس هغسې نه دي روانې خو پاکستان پرې ځان یو څه غلی کړی دی.

دبهرنیو اړېکو دپاره دکراچۍ کونسل په تابیا جوړې شوې یوې مباحثې ته په وینا کې دپاکستان خارجه وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي ویلي” واشنګټن کې دنوې انتظامیې راتګ مونږ ته د اوږدې مودې ،پراخ بنسټه اؤ ګڼ اړخیزه رشتو پاللو فرصت راکوي “

هغه وایي امریکا اؤ پاکستان ته به په ګډه دافغانستان دپیاوړتیا دپاره کار کول وي اؤدپاکستان،افغانستان ،امریکې اؤ چین په مرسته د کارۍ نوې موقعې لټول کیدای شي.

خو د ووډرو ولسن نړیوال مرکز څېړونکی مائیکل کوګل مین بیا ویلي چې دامریکې اؤ پاکستان سړې اړېکې دطالبانو مذاکراتو ته له کښېناستو راپدیخوا یو وارې بیا ښې شوې وې اؤ په راتلونکي(دجوبائیډن انتظامیه) کې دا اړېکې په هر لوري تللی شي.

د ډاڼ ورځپاڼې د راپور له مخې د بهرنیو چارو وزیر ویلي زمونږ پام اوس د سیمې داقتصاد لوري ته ورزیاتیږي اؤ داقتصادي ودې دپاره سیمه کې دامن ټینګښت ته اړتیا ده.

د شاه محمود قریشي په وینا” ځکه خو مونږ دافغانستان دپاره یو نوی نظر لرو چې هلته به امن وي، مونږ هند سره هم ښو اړېکو ته لیواله یو خو له بده مرغه (په هند کې) موجوده حکومت پخپلو عملونو داړېکو ښه کیدو مخه نیولې ده “

هغه ویلي په اقتصادي څانګه کې دامریکا اؤ پاکستان اړېکې زیاتې پراخیدلی شي ځکه چې امریکا د توانایۍ یا انرژۍ د یو لویې رسوونکي په توګه راپورته کیږي.

د ووډرو ولسن نړیوال مرکز څېړونکی مائیکل کوګل مین دغه مباحثې ته ویلي دپاکستان اؤ امریکې اړېکې څو کاله وړاندې له هغې راپدیخوا بیا ټینګې شوې وې چې د ټرمپ انتظامیې پرېکړه وکړه چې طالبانو سره د دوه اړخیزه مذاکراتو پیل کولو دپاره پاکستان سره په ګډه کار کول غواړي.

کوګل مین وایي کله چې امریکې اؤ پاکستان افغانستان کې د روغې جوړې په اړوند یو بل سره همکاري پیل کړه نو اړېکې یې ښې شوې اؤ نن هم دغه وضعیت پرځائ دی.

خو د هغه په وینا “مهمه پوښتنه داده چې دا اړېکې به (د جوبائیډن په انتظامیه کې) دتیرو دوؤ کلونو په مهال دچټکتیا لیدل شوی رفتار وبائیلي که نورې به هم پراخه شي ؟ ددې اسان جواب دادی چې دا (اړېکې) په هر لوري تللی شي”

څېړونکی مائیکل کوګل مین وویل “زه داسې پوهیږم چې اړېکو کې تماسونه په شلیدو دي،پاکستان کې حکومت نسبتاً غلی دی ،تعلقاتو کې د هېلو په اړوند چې څه ویل کیږي په هغې راتلونکې انتظامیې څخه دومره خواخوږي نه شي ترلاسه کیدای”

سفیر ضمیر اکرم مباحثه کې ویلي چې د یو هیواد بهرنۍ تګلاره دهغې هیواد په ګټو روانه وي اؤ واشنګټن کې د انتظامیې دبدلون هیڅکله دا مطلب نه دی چې دامریکا دبهرنۍ تګلارې دې هم ورسره بدلې شي.

دپاکستان یو بل سفیر اعزاز احمد چوهدري ویلي امریکې پاکستان ته مدام په پینځوؤ عینکو کې کتلي دي چې هغې کې سلامتي،چین، افغانستان،هند اؤ اټومي پروګرام شامل دی چې دې دپاکستان ارزښت کم کړی دی