د جنوبي وزيرستان ماشومه عاصمه د فټ بال شوق لري او ډاکټره جوړېدل غواړي

د جنوبي وزیرستان عاصمه

په وروستیو کې چې په ټولنیزو رسنیو د يوې ماشومې جينۍ عکس خپور شوی چې پکې هغه فټ بال له لغته ورکوي، دغه ماشومه د جنوبي وزیرستان ده. وايي د فټ بال او زده کړو شوق لري او ډاکټره جوړېدل غواړي.

دا ماشومه عاصمه وزیر د جنوبی وزیرستان د مرکز واڼه نه نزدې شل کلومیټره لرې جنوب ختیځ د ژوب په سړک پرته تناۍ سیمې اوسېدونکې ده او په سیمه کې په القادر نومې شخصي سکول کې د درېم ټولګي زده کوونکې ده.

عاصمه وزیر وايي دا تصویر يې هغه وخت اخستی شوی کله چې يې د سکول په لوبغالي کې د نورو ملګرو جينکو سره لوبې کولې.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغې وويل، هغه د فټ بال سره د تعلیم هم زیات شوق لري او غواړي چې ډاکټره جوړه شي خو وايي په سیمه کې د جینکو د تعلیم لپاره تعلیمی ادارې نيشته.

هغه غوښتنه کوي چې په سیمه کې دې د جینکو تعلیم لپاره سکولونه او کالجونه جوړ شي.

د عاصمه پلار حضرت عالم وايي د دوی کورنۍ مذهبي او سیاسي ده په کورنۍ کې يې بلې کومې جينۍ زده کړې نه دي کړي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، مشره لور يې دیني عالمه ده او اوس په کلي کې ماشومانو جینکو ته دینی زدکړې ورکوي.

هغه وايي عاصمه په خپله د تعلیم سره ډېره مینه لري او هم دا وجه ده چې د کور نه نزدې په درې کلوميټره لرې په شخصي سکول کې د اخله کړې او د ګاډي د لارې د نشتوالي له امله هغه هره ورځ دغه لاره په پښو وهي.

هغه زياته کړه د لور د عکس په خبرېدو او مشهورېدو خوشاله دی.

حضرت عالم وايي په خپله يې تعلیمي زدکړې تر اتم ټولګي کړې او په یوه برف خانه کې مزدوري کوي خو په دې ویاړ کوي چې که د عاصمه تصویر د جینکو د تعلیم زیرمه وګرځیږي.

د القادر سکول پرنسپل شاه حسین د دوی سره په سکول کې نزدې 450 ماشومان زده کړې تر لاسه کوي چې پکې څلویښت ماشومانې جينکۍ هم دي .

هغه وويل دوی هر کال د ژمي د رخصتيانو نه وړاندې د لوبو مېله کوي.او دا ځل دا دستوره په 20 دسمبر شوې وه خو د انټرنېټ د نشتوالي له وجې دا عکسونه اوس په ټولنیزو وروسته خپاره شول.

هغه وویل په دې سکول کې له دوی سره د اتم جماعت پورې جينکو ته د زده کړو انتظام شته او دا وخت له دوی سره د څلورم ټولګي پورې ماشومانې زده کړې ترلاسه کوي.

هغه وايي عاصمه يوه تکړه (ټېلنټډ) ماشومه ده او د هغې په شان نورې ماشومانې هم دي او دوی ته هر کال په دغه مېله کې په لوبو کې د برخې اخستو موقع ورکول کيږي.

په جنوبي او شمالی وزیرستان کې له دې ړواندې د سکولونو ماشومانو جينکو په علاقه کې د تعليم په ځای کولو او نورو تعليمي ادارو جوړولو دپاره احتجاجي مظاهرې هم کړي دي.