اسلام اباد مارګله کې دپړانګانو سيوا کېدو وروسته دسيلانيانو لارې تړل شوي

په اسلام اباد کې د ځنګلي ژوند دحفاظت د ادارې تر مخه پايه تخت سره نزدې سيلانۍ سيمه مارګله هلز کې د پړانګ نسل زيات شوى چې دسلانيانو ورتګ يې هم دګواښ سره مخ کړى.

د يادې ادارې سکتر عبدالحئ اغا وي او اى ډيوه ته وويل د پړانګانوشميره زياتيدل ددې خبرې دليل دى چې دغه ځنګلې اوغرونه د يوصحت مند جاپيريال له امله د پړانګانو دپاره خوښه او فطري استوګنه جوړه شوې.

عبدالحئ اغا وويل ، د ځنګلي ځناورو او په ځانګړې توګه پړانګانو دپاره دقامي پارک په نوم ١٧ زره ايکړه رقبه بيلا کړل شوې ، او د ځناورو دحفاظت په خاطر هر ډول ودانۍ ، سړکونو او لار جوړولوباندې بنديز لګول شو.

هغه وويل ددې څنګ اوس د پړانګانو زياتيدو وروستو يي د پخوانه حوړې شوې دوه لارې هم سيلانيانو دپاره تړلې دي او سيلانيانو ته ويل شوي چې په پاتې ځانګړل کړل شوؤ لارو د ټولګيو په شکل کې يوازې د ورځې په رڼا کې تګ راتګ کوي.

د مارګله هلز قامي پارک چې بيا د خيبر پښتونخوا ګلياتو غرونو سره يو ځائ شوى دايبټ اباد ضلعې د ځنګلي ژوند دحفاظت د ادارې مشر محمد ادريس وايي،د ايوبيه قامي پارک چې په ٨٨٨٤ ايکړه خور دى دا او د مارکله هلز اصل کې يوه قدرتي استوګنه ده.

هغه ډيوه ته ويلي پړانګان د ژمي په موسم کې اکثره بيا په عارضي توګه دمارګلې لوري ته مخه کوي ځکه چې د واورو له امله ګليات کې بيا دخوراک دپاره يي ښکار کم موندل کيږي.

د هغه په وينا"خومارګله کې خنزير او شادوګان زيات وي "

ادريس زياته کړه د چاپيريال نظام د ساتنې دپاره دپړانګ د نسل حفاظت لازم دى ځکه چې پړانګان د خنزير اوشادوګانو ښکار وي او ددوي ابادي يي قابو ساتلې ده.

ماهران وايي د چاپيريال نظام يا ecosystem ساتنه د ځنګلي ژوند دحفاظت تر څنګ انسانانو ته هم ډيرې ګټې ورکوي