واشنګټن ـــ د امریکې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ وکیلان وايي د سېنټ په وړاندې د ټرمپ د مواخذې په مقدمه کې ورته د دلیلونو ورکولو لپاره صرف یوه ورځ پکار ده.
د ډانلډ ټرمپ وکیلان نن د جمعې په ورځ د نوموړي د مواخذې په مقدمه کې خپل دلیلونه وړاندې کوي خو ډانلډ ټرمپ پخپله په دغه مقدمه کې د برخه اخیستو نه انکار کړی.
د ډانلډ ټرمپ وکیلانو د دلیلونو وړاندې کولو نه مخکې د نمایندګانو اېوان سره تعلق لرونکو د ډېموکرېټک پارټۍ وکیلانو د تېرو دوه ورځو راهیسې د خپلو دلیلونو د وړاندې کولو په وخت ویلي چې ډانلډ ټرمپ د جنورۍ په 6مه پایه تخت واشنګټن ډي- سي کې د احتجاج لپاره راغلي خپل مرستیالان د کانګریس په ودانۍ د حملې کولو لپاره راپارولي وو کوم وخت چې دغلته د 2020م کال د صدارتي انتخاباتو د نتیجو تصدیق کولو لپاره د کانګرېس غړو خپلې رایې ورکولې.
د زیارت- پنجشنبې په ورځ د ریپبلیکن پارټۍ درې سېنېټرانو، لېنډسي ګراهم، ټېډ کروز او مایک لي د ډانلډ ټرمپ وکیلانو سره لیدلي دي.
د امریکې سي اېن اېن خبري ادارې د یو رپورټ ترمخه د ډانلډ ټرمپ یو وکیل، ډېوډ شون وېلي د کانګرېس دغو غړو دا یقیني کول غوښتل چې د ټرمپ وکیلان د جمعې په ورځ د خپلو دلیلونو وړاندې کولو نه مخکې ددې عمل نه په صحیح طریقه خبر وي.
د ټرمپ مواخذه کوونکو وکیلانو د زیارت- پنجشنبې په ورځ د خپلو دلیلونو د وړاندې کولو په وخت ویلي، ددې ښکاره او ډېر زیات شهادتونه موجود دي چې ډانلډ ټرمپ تېره میاشت د کانګرېس په ودانۍ د حملې کولو لپاره خلک راپارولي وو چې په کانګرېس کې د جوبایډن د صدارت د تصدیق کولو د عمل مخه ونیسي، چې د تېر کال د نومبر په میاشت کې شوو صدارتي انتخاباتو کې یې ډانلډ ټرمپ ته ماتې ورکړې وه.
په خپلو آخري دلیلونو کې د مېريلېنډ ریاست سره تعلق لرونکي د کانګرس غړي جېمي راسکن د سېنټ د 100 غړو اېوان ته ویلي چې هغوی دې د خپل عقل نه کار واخلي چې په دغه ورځ د کانګرس په ودانۍ کې څه شوي وو.
راسکن ویلي دا یو بنیادي اصل دی چې د امریکې په جمهوریت کې یو تن هم خلک د بدنظمۍ لپاره نه شي راپارولای خو نوموړي زیاته کړې چې پخواني صدر خپلو په سلګونو مرستیالانو باندې غږ کړی وو چې د جنورۍ په شپږمه د کانګرس اړخ ته په احتجاج ورشي کله چې قهرجنو مظاهره چیانو د کانګرس په ودانۍ حمله وکړه، د کمرو یو شمېر شیشي یې ماتې کړې، د کانګرس د غړو په دفترونو کې دننه یې سامانونه راوغورځول او د پولیس سره یې لاسونه واچول.
راسکن زیاته کړې ډانلډ ټرمپ د احتجاج ختمولو لپاره تر دوو ګنټو پورې هېڅ ګام نه وو پورته کړی چې پکې د یو پولیس افسر په شمول پینځه کسان وژل شوي.
د امریکې په نمایندګانو اېوان کې د ډېموکرېټک پارټۍ سره تعلق لرونکي جېمي راسکن او اتو نورو وکیلانو په تېرو دوو ورځو کې د 12 ګنټو پورې د ډانلډ ټرمپ خلاف دلیلونه وړاندې کړي.
وکیلانو د شپږم جنورۍ تر احتجاجونو وړاندې په ټوېټر باندې د ډانلډ ټرمپ هغه پېغامونه ښودلي چې پکې نوموړي ویلي، صدارتي انتخابات یې ځکه بایللي چې په انتخاباتو کې ورسره ټګي شوې.
د مواخذې وکیلانو د سېنټ غړو ته هغه ویډیوګانې هم ښودلي چې مظاهره چیان د کانګرس په ودانۍ حمله کوي او ځنې پکې چغې وهي چې نایب صدر مایک پېنس تېزندي کړئ، چې د ټرمپ ددې غوښتنې نه یې انکار کړی وو چې د جوبایډن د صدارت د تصدیق کولو د عمل مخه ونیسي.
د مواخدې وکیلانو ویلي که چېرې ډانلډ ټرمپ په دغه مقدمه کې بري کړی شو نو دا به د 2024م کال په صدارتي انتخاباتو کې په ممکنه توګه د ډانلډ ټرمپ د بیا برخې اخیستو په وخت نور زیات اړی ګړی پېښ کړي.
تر اوسه پورې داسې امکان نه ښکاري چې په سېنټ کې د ریپبلیکن پارټۍ سره تعلق لرونکي زیات سېنېټران به د ډانلډ ټرمپ خلاف رایې ورکړي او امکان دی چې هغه د مواخذې په مقدمه کې بري کړی شي.
په سېنېټ کې د صدر د مواخذه کولو لپاره په درې کې دوه برخې اکثریت پکار دی چرته چې د100 څوکیو په اېوان کې ډېموکرېټک او ریپبلېکن پارټۍ برابرې څوکۍ لري.