پاکستان وايي، د اېف اې ټي اېف ډېر شرطونه يې پوره کړي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي د غېر قانونه پېسو د لېږلو رالېږلو او ترهګرۍ د مالي مرستو د مخنيوي د څار ادارې اېف اې ټي اېف شرطونه يي تر ډيره حده پوره کړي او په پاتې نورو کار روان دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو د دفتر ويان زاهد حفيظ چودري د خالي /شنبې په ورځ (12فرورۍ) اوونيزې خبري غونډي ته ويلي پاکستان د اېف اې ټي اېف په 27 نکاتو کې 21 نکاتو باندې کار شوی دی، او په پاتې شپږو نکاتو باندې يي هم پرمختګ کړی کوم چې د اېف اې ټي اېف چارواکو هم منلی دی.

نوموړي ويلي پاکستان ژمن دی چې د اېف اې ټي ايف ټولې غوښتنې سر ته ورسوي.

دا بيان په داسې وخت مخې ته راغلې چې د ايف اې ټي اېف کاري ډلو غونډه د 22م نه تر 25 فرورۍ پورې ټاکل شوې او له دغې وړاندې يې ناستې پېل کړي دي.

پاکستان چې دا وخت د اېف اې ټي اېف په خړ نوملړ کې دی په غونډه کې به د پاکستان په اړه پرېکړه کيږي چې په خړ نوملړ کې وساتل شي که بدل کړی شي.

تېر کال د اکتوبر د مياشتې په وروستۍ غونډه کې د څار ادارې ویلي وو چې د فرورۍ 2021 په غونډه کې به د ادارې لخوا د پاکستان په وړاندې اېښودی شوو شرطونو جاج اخلي.

په غونډه کې ويل شوي وو چې د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا په نوملړ کې شاملو ترهګرو تنظيمونو پرضد پاکستان مناسبه ګامونه نه دي پورته کړي.

اېف ای ټي اېف د مخدره موادو او قيمتي کاڼو د قاچاق د لارې د ترهګرۍ د مالي سرچينو وچولو په لړ کې هم د پاکستان ګامونه نيمګړي ګرځولې وو.


د ترهګرۍ دمالي مرستو د مخنیوي په ګامونو کې په پاتې راتلو د پاکستان نوم د کال 2018 راهیسې د اېف ای ټي اېف خړ نوملړ ته اچول شوې دی.