احمد ولي مسعود:افغان سولې دپاره پاکستان سره ښې اړېکې لرل ضروري دي

دافغانستان دشمالي ائتلاف دپخواني مشر احمد شاه مسعود ورور او د مسعود فاؤنډیشن مشر احمد ولي مسعود دوحه کې کیدونکې بین الافغانې خبرې یوازې سیاسې خبرې بللي او وایي چې دغه خبرو کې د افغانستان ټولې نسلې ډلې برخه نه لري.

احمد ولي مسعود چې دا وخت د پاکستان په سفر دی وي او ای ډيوه سره یې یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې د سېمې او د افغانستان د سولې د پاره د پاکستان سره ښې اړیکې ضروري دي.

هغه وویل چې په دوحه کې کیدونکو خبرو ته بین الافغاني خبرې نه شي ویلی ځکه چې په دغه خبرو کې د افغانستان ټولې نسلې ډلې ګډون نه لري.

نوموړي وویل چې د دوحې پر ځایی باید دغه خبرې په افغانستان کې د ټولو افغانانو تر منځ شوې وې.

ښاغلي احمد ولي مسعود د افغانستان څخه د امریکا او ایتلافي ځواکونو د وتلو یا نه وتلو په اړه د یوې پوښتې په ځواب کې وویل چې امریکا که چرې په سمدستې توګه د افغانستان څخه اوځي نو افغانستان د ستونزو سره مخ کیدې شي.

هغه وویل افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو ګام باید په مسولانه ډول واخستل شي.

ښاغلي احمد ویلي مسعود اسلام اباد ته دخپل سفر په مهال تیره ورځ د وزیراعظم عمران خان او بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره هم لیدنې کړې وې.

په لیدنو کې وزیراعظم عمران خان یوځل بیا دا خبره تګرار کړې وه چې د افغانستان د ستونزې دحل لار پوځي نه بلکې یوازې سیاسي هواری دی او پاکستان به د افغان سولې عمل کې خپل کردار لوبوي.

اسلام اباد ته داحمد ولې مسعود سفر په دې ورستیو کې د دواړو هیوادونو د مشرانو تر منځ دکیدونکو سفرونو د لړۍ برخه ده.

تر دې وړاندې تیرکال د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ،دحزت اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د ملا عبدالغنی په مشرۍ کې د طالباتو پلاوي هم د پاکستان سفرونه کړي وؤ.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان او د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه هم دتېرکال په وروستیو کې د افغانستان سفرونه کړي وؤ او افغان چارواکو ته یې دا باور ورکړی ؤ چې ترخپله وسه به د افغانستان د سولې د پروسی د کامیابۍ د پاره هڅې کوي-