دافغانستان ولسمشر اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي، دخیبر پښتونخوا حکومت اؤ یو شمیر نورو سیاسي مشرانو د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر اسفندیار ولي خان په کرونا وایرس د ناروغه کېدو خفګان څرګند کړی دی.
په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې دعوامي نیشنل ګوند پارلیماني لیډر سردار حسین بابک وي او ای ډیوه سره داسفندیار ولي خان د روغتیایي حالت په اړوند خبرو کې ویلی د اسفندیار ولي خان صحت د وړاندې نه ښه نه ؤ اؤ د وینې جګ فشار یا هائي بلډ پریشر یې په روغتیایي حالت ناوړه اغېزې کړې وې .
هغه وایي د اسفندیار ولي خان د وینې د فشار لیول په یو ځائ نه ودریږي ، کله جګ شي اؤ کله بیا راښکته شي خو په کرونا وایرس دهغه اخته کیدو یقیناً چې ټول پښتانه پریشانه کړي دي.
ښاغلی بابک وایي دا مهال د اسفندیار ولي خان علاج د هغه د کور دننه روان دی اؤ صحت یې هم ورځ تر بلې ښه کیږي خو هغه بیا هم دټولو خلکو څخه دهغه د روغتیا دپاره ددعا هېله کړې ده.
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د ملي مشر اسفندیار ولي خان د ناروغۍ د خبر په اورېدو خواشینی شو.جمهوررئیس غني د عوامي نېشنل ګوند مشر ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا او خلکو ته د لا ښه خدمت هیله کوي.#GetWellSoonMilliMashar pic.twitter.com/KEbGvb1krB
— Wali Bagh (@WalibaghChd) March 15, 2021
په عین حال کې دافغانستان ولسمشر اشرف غني اؤ پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پخپلو بیلابیلو بیانونو کې د اسفندیار ولي خان په ناروغتیا دخفګان څرګنډونه کړې اؤ هغه ته یې د روغ صحت دعا ګانې کړې دي.
ډېر قدرمن مشر ښاغلي اسفندیار ولي خان @AsfandyarKWali ته د لوی څښتن تعالی له درباره د عاجلې او کاملې شفاء، اوږد عمر او له خوښیو ډکو شېبو استدعا کوم. pic.twitter.com/Nkm0rPiuHz
— Hamid Karzai (@KarzaiH) March 15, 2021
هغوئ دپښتنو دحقونو دپاره د اسفندیار ولي خان مبارزه هم ستائیلې ده.
د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم د اسفندیار ولي خان د پوښتنې دپاره دعوامي نیشنل ګوند دخیبر پښتونخوا دصدر ایمل ولي خان سره ټيلي فوني تماس نیولی اؤ دهغه د روغتیا دعاګانې یې کړې دي.
عوامی نیشنل پارٹی کے سربراہ اسفندیارولی خان کی صحت یابی کے لئے دُعاگو ہوں۔ اللہ تعالٰی اُن کو جلد صحت یابی عطاکریں۔ آمین
— Kamran Bangash 🇵🇰 (@kamrankbangash) March 15, 2021
داطلاعاتو دپاره دخیبر پښتونخوا د وزیراعلي ځانګړي معاون کامران بنګش هم په ټوئټر داسفندیار ولي خان په ناروغتیا خفګان ښودلی اؤ د روغې څټې دعاګانې یې ورته کړې دي.
دوه اویا کلن اسفندیار ولي خان د تیرې ډېرې مودې راهسې دبلډ پریشر اؤ ځېنو نورو ناروغیو له امله خپل سیاسي فعالیتونه راکم کړي اؤ یوازې دخپلو بیانونو دلارې دهیواد اؤ سیمې په سیاسي موضوعاتو خپلې تبصرې اؤ نظر ښکاره کوي