پاکستان هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې دخپل بجټ زیاتې پېسې بهر نه د وسلو په اخستو مصرفوي،رپورټ

د سيپري په نوم دپلټنو دنړیوالې ادارې رپورټ وايي پاکستان د اسيايي هيوادونه په لیکه کې یو هغه هیواد دی چې په لويه کچه وسله دبهر نه اخلي.

دغه رپورټ وايي په نړۍ کې پاکستان دبهر نه په زیاته کچه د وسلې راغوښتونکو هیوادونو په نوم لړ کې په لسم نمبر دی .

داقتصادي چارو کار پوهان وايي پاکستان دخپل کلیز بجټ زیاته برخه د وسلو په اخستلو مصرفوي اؤ له دې امله دا هیواد د روغتیا، تعليم او نورو پرمختيایې چارو دپاره بيا ډيره کمه برخه بېلوي.

دغه رپورټ چې دنړیوالې تحقیق کوونکې ادارې داسټاک هوم انټرنیشنل پیس ریسرچ انسټي ټيوټ لخوا خپور شوی پکې د کال ۲۰۱۶م نه تر کال ۲۰۲۰ پورې دمنځنۍ مودې دننه د هیوادونو لخوا داخستل شوؤ وسلو جذئیات په ډاګه کړل شوي دي.

د رپورټ ترمخه پاکستان په ایشیاء اؤ اوشیانه هیوادونو کې یو هغه هیواد دی چې د وسلو خرڅونکو هیوادونو څخه په لویه کچه وسله اخلي.

دې وسلو کې هوایي جنګي الوتکې،وړې سمندري بېړې اؤ نورې درنې وسلې شامل دي چې پاکستان یې دخپلې دفاع اؤ اړتیاؤ په اساس سوداګانې کوي.

داقتصادي چارو کار پوهه پروفیسر منظور احمد وایي پاکستان هغه هیواد دی چې دخراب اقتصاد له امله دعالمي مالیاتي بینک،نړیوال اؤ وخت په وخت دنورو مالیاتي ادارو اؤ هیوادونو څخه پورونه ترلاسه کوي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي چې پاکستان دا مهال دخپل کلیز بجټ یوه لویه برخه د بهر نه داخستل شوؤ پورونو په سود کې ورکوي اؤ په داسې حال کې د وسلو اخستو مصرفونه په پاکستان دا مالي بارونه نور هم سیوا کوي.

هغه وایي دپاکستان په دفاع چې څومره لګښتونه کیږي هغه ددې هیواد دمعیشت دحجم څخه ډیر لوړ دي اؤ ددې لګښتونو په وجه دپاکستان دتعلیم، روغتیا اؤ اؤ ټولنیزې څانګې نورې برخې اغېزمنې کیږي.

هغه وایي دپاکستان په څېر هند هم دخپلې بجټ ډیرې پیسې په دفاع مصرفوي اؤ که چرې دا دواړه خپلې خپل منځي شخړې په سوله ییز ډول هوارې کړي نو په ټولنیزه څانګه کې دترقۍ کولو ښه فرصتونه ترلاسه کولی شي.

پاکستان د روان کالي کال ۲۰۲۰ اؤ ۲۱م په بجټ کې دتعلیم دپاره ۸۳ اعشاریه ۳۶ اربه اؤ د روغتیا دپاره ۲۵اعشاریه ۵۰ اربه روپۍ اېښودلې دي خو ددې برعکس یې ددفاع څانګه کې دلګښتونو دپاره ۱۲۸۹ اربه روپۍ ځانګړې کړې دي.

ددې بیلو کړل شوؤ پیسو په برخه کې د پروسږني کال په پرتله نزدې ۱۱فیصده زیاتوالی راغلی دی.

څېړونکي وایي بیا ددې دفاعي بجټ زیاته برخه د وسله په اخستو مصرف کیږي.

ددفاعي چارو یو بل څېړنکار بریګیډئیر ریټائرډ سید نزیر وایي دپاکستان پخپله کله هم داخواهش نه دی چې دومره زیات لګښتونه د وسلو په اخستلو وکړي.

ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي هند سره د روانو شخړو له امله دا دپاکستان مجبوري ده چې دخپلې دفاع په خاطر وسلې واخلي.

هغه وایي که هندوستان د وسلو په اخستو ۱۰ روپۍ مصرفوي نو پاکستان بیا دهغې په پرتله دوه روپۍ د وسلو په اخستو مصرفوي اؤ دا هم ځکه چې پاکستان په داسې کولو مجبور دی.

دهغه په وینا دا مهال چې د وسلو کوم زغل دهند لخوا روان دی اؤ کوم تاؤ تریخوالی لیدل کیږي د دواړو هیوادونو ترمنځ، نو په دې کې که هرڅو پاکستان د وسلو د لګښتونو توان نه لري خو مجبوري یې ده چې پېښو ګواښونو اؤ خطرو ته د ځان بېدار ساتلو دپاره دبهر نه دا وسلې راوغواړي.

دپاکستان اؤ هند ترمنځ چې دکشمیر په شخړه وخت په وخت تاؤ تریخوالی زیاتیږي اؤ په پوله ددواړو هیوادونو ترمنځ شخړې هم رامنځته کیږي کال ۲۰۱۹ دپلوامه اؤ بالا کوټ له پېښو وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ دا تاؤ تریخوالی نور هم زیات شوی ؤ.

څېړونکي وایي هند اؤ پاکستان دواړه دخپل منځي لانجو له امله هغه هیوادونو کې شمیر دي چې دخپل بجټ لویه برخه د وسلو په اخستو مصرفوي خو که دکشمیر دلانجې څه هواری را اوځي نو دا دواړه هیوادونه د وسلو په اخستو مصرفونکې پیسې دخپلو اولسونو په ښېګړه اؤ پرمختیا مصرفولی شي.