د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم په کرونا وایرس اخته شوی

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د کرونا ضد ویکسینو لګولو نه یوازې دوه ورځې وروسته په کرونا وایرس اخته شوی دی اؤ خپل ځان یې د کور دننه قرنطین کړی دی.

د وزیراعظم عمران خان د سیاسي چارو ځانګړي معاون شبهاز ګل اؤ یو شمیر نورو حکومتي مشرانو دخالي په ورځ دعمران خان په کرونا وایرس د اخته کیدو پخلی کړی اؤ قام نه یې غوښتنه کړې چې دهغه د روغې څټې دپاره دعاګانې وکړي.

شهباز ګل په ټوئتر لیکلي “دالله شکر دی چې دعمران خان علامتونه ډیر سخت نه دی اؤ په هغه نرۍ تبه ده انشاء الله د روغتیا په اړه به یې تاسو له احوال درکوؤ”

په پېښور کې میشت سینئیر صحافي اؤ دایکسپریس ټي وي سیمه ییز مشر جمشید باغوان وایي عمران خان دوه ورځې وړاندې د کرونا ضد ویکسین لګولي وؤ اؤ هغه پرون دجمعې په ورځ ټوله ورځ خیبر پښتونخوا کې د وزیراعلی اؤ صوبایي کابینې سره یو ځائ په ملاکنډ کې تیره کړې ده .

هغه وایي اوس به دخیبر پښتونخوا زیراعلي محمود اؤ دکابینې هاغو ټولو غړو، بیورو کریټانو،دپولیس اؤ نورو امنیتي ادارو مشرانو ته خپل د کرونا ټيسټونه کول وي چې دعمران خان سره یې پرونۍ ورځ یو ځائ تیره کړې ده.

جمشید باغوان وایي دا ډیره دافسوس خبره ده چې یو خوا ډاکټران اؤ حکومتي چارواکي پخپله وایي چې دکرونا وایرس دریمه څپه ډیره خطرناکه ده اؤ خلکو ته به احتیاط کول وي اؤ بلخوا وزیراعظم عمران خان اؤ دهغه دحکومت نور غړي لویې،لویې دستورې کوي اؤ ددې وایرس نه دځان ژغورنې هیڅ ګامونه نه اخلي.

د جمشید باغوان په وینا “دوئ سبا هم د مرکزي وزیر مراد سعید په مشرۍ پېښور نشترهال کې د زلمو کنونشن راجوړ کړی ، په داسې حالاتو کې چې دوئ په زرګونو کسان یو ځائ ته راټولوي نو څنګه به کرونا نه خوریږي؟”

دپاکستان وزیراعظم دا مهال ۶۹ کاله عمر لري اؤ ډاکټران وایي چې د زاړه عمر لرونکو دپاره دا وایرس له خطرې ډک ثابتیدی شي ځکه د پاکستان دننه دا مهال د شپیتوؤ کالو نه دبره عمر لرونکو کسانو ته په دویم پړاؤ کې د کرونا ضد ویکسین ورکولو لړۍ پیل شوې ده اؤ پخپله عمران خان هم دوه ورځې وړاندې دغه ویکسین لګولي وؤ.

پاکستان کې په کرونا د څار دولتي اداره وایي په تیر یو شواروز کې څه کم څلور زره کسان په کرونا وایرس اخته شوی اؤ ۴۲ پرې مړه شوي دي