رپورټ:تیرکال پاکستان کې دماشومانو په ضد دجنسي تېریو اؤ نورو جرمونو 2960 پېښې مخې ته راغلي

پاکستان کې د ماشومانو د حقونو غېر دولتي تنظيم ساحل په خپل کليز رپورټ کې ویلي چې تېر کال 2020م کې دهېواد په کچه دماشومانو پر ضد دجنسي تېریو او نورو جرمونو ټول ټال 2960 پېښې رپورټ شوې دي.

د رپورټ ترمخه پاکستان کې هره ورځ اته ماشومان په يو یا بل ډول د جنسي زياتي ښکار کېږي چې پکې 51 فيصدي جينکۍ او 49 فيصدي هلکان شامل دي.

د ماشومانو دحقونو غېر دولتي تنظيم ساحل د ظالمانه شمار شمېرو عنوان لاندې د کال 2020م په رپورټ کې وايي چې د کال 2019م په مقابل کې کال 2020م کې د ماشومانو سره د جنسي زياتي په پېښو کې څلور فيصدي اضافه ليدل شوې ده.

د ساحل په دې تازه راپور کې دهېواد په کچه دماشومانو سره د جنسي زياتيو، اغوا، لادرکۍ او د کم عمرۍ د ودونو پېښې شاملې دي.

تنظیم وايي دماشومانو سره د زياتیو په رپورټ شوؤ پېښو کې 985 دبد کارۍ، 787 د جنسي ځورنو، 89 د ماشومانو د لوڅو فلمونو او 80 پېښې د ماشومانو د جنسي استحصال وروسته د هغوئ د وژل کېدو دي.

رپورټ کې راغلي ددې نه علاوه د ماشومانو د تښتونې 834, او د لا درکۍ 345 او ددې ترڅنګ 119 پېښې د کم عمرې د ودونو دي.

رپورټ مخکې وايي چې دجنسي زياتو دښکار شوؤ ماشومانو عمرونه د شپږو او پينځلسو کالو ترمنځ دي خو په دې کې د يو څو میاشتو نه واخله تر پينځوو کلونو د عمر تنکي ماشومان هم شامل دي.

دساحل دا شمېرې ښيي چې دماشومانو سره زياتي کوونکيو کې 80 فيصدي خلک د هغوئ سره پېژندګلو لري.

رپورټ وايي د ماشومانو سره د جنسي زياتي او د هغوئ پرضد تر ټولو زیاتې 58 فيصدي پېښې د پنجاب نه، 29 فيصدي د سندهـ ايالت، اووه فيصدي د خېبر پښتونخوا صوبې نه او 53 فیصدي پېښې د بلوچستان نه رپورټ شوې دي.

د ماشومانو د حقونو د غېر دولتي تنظيم ساحل مشره منيزی بانو په رپورټ خپله جایزه کې وايي د کال 2020م شمېرې ښيي چې د ماشومانو د تښتونو پېښې سېوا شوې دي او ماشومان نه ېوازې اغوا شوې دي بلکې د تشدد وروسته وژل شوې هم دي.

د ماشومانو د حقونو فعال ارشد محمود ډيوه سره خبرو کې وايي د فکر خبره دا ده چې د ماشومانو د لوڅو فلمونو پېښې هم په زياتېدو دي.

هغه وايي په دې باندې حکومت سختي کوي او د انټرنیټي جرمونه په حوالې سره هم مختلف قوانین جوړ کړل شوې دي.

دی وایي دماشومانو سره په جنسي او نورو زياتیو کې ککړو کسانو ته په عمومي توګه د تېزندۍ ورکولو او نورو سختو سزاګانو ورکولو خبرې خو کېږي خو ددې مخنیوی به څنګه کېږي او چې کوم ماشومان ددې تېريو ته تېر شي نو د هغوئ په بحالۍ خبرې نه کېږي نو په دې هډو کار نه کېږي.

رپورټ کې راغلي چې تېر کال رپورټ شوو 2 زره او 960 پېښو کې 1915 یعنې 65 فيصدي پېښې د کلى والو سيمو نه او 1045 ېعني 35 فيصدى پېښې د هېواد په ښاري علاقو کې مخې ته راغلې دي.

د ماشومانو د حقونو يو بل فعال عمران ټکر ډيوه ته وايي که دې رپورټ ته وکتل شي نو دا ښايي چې اوس د ماشومانو سره د جنسي زياتيو په پېښو کې او ددې په رپورټ کېدو اضافه شوې ده.

هغه وایي ددې د مخنیوي لپاره په حکومتي، ټولنيز او مذهبي کچه د کار کولو لا نور زیات ضرورت دی.

د غېر دولتي تنظيم ساحل مشره منيزس بانو وايي دخطرې خبره دا ده چې د ماشومانو د اغوا کولو سره سره د هغوى پرضد دجنسي تېریو پېښو کې د کال 2019م په نسبت کال 2020م کې 91 فيصدي زياتې شوې دي.