په پاکستان کې د کورنيو چارو د وزارت په سپارښتنه د مواصلاتو ملي ادارې (پي ټي ای) په ملک کې د څو ساعتو دپاره په ټولنيزو رسنيو بندېز لګولی دی.
د کورنیو چارو وزارت نن د جمعې په ورځ (16 اپرېل) د پي ټي ای چيرمېن ته لارښوونه کړې چې په ټول پاکستان کې (ټویټر، فېس بک، وټس اېپ، يو ټيوب او ټيليګرام) د 11 بجو نه تر درېو بجو پورې وتړي.
د کورنيو چارو د وزارت په خط کې څه نه دي ویل شوي چې په ملک کې د څو ساعتونو دپاره په ټولنيزو رسنیو بندېز ولې لګول شوی دی خو ځايي ميډيا وايي د امنيت په موخه دغه ګام پورته کړی شوی دی.
په ټولنيزو رسنیو بيا خلکو د حکومت په دغه ګام بحث هم پېل کړی دی.
رضا بټ نومې تن په ټويټر ویلي،
(په سوشل میډيا بندېز د ټي اېل پي (تحريک لبېک) دپاره لګول شوی يا په رايونډ کې د شریف په کورنۍ د ګوزار دپاره، يا دواړو دپاره، دې حکومت له هيڅ بعيد نشته).
سوشل میڈیا پر پابندی کیا ٹی ایل پی سے نبٹنے کیلئے ہے یا رائیونڈ میں شریف فیملی کے گھر پر وار کرنے کیلئے یا دونوں کیلئےویسے اس حکومت سے کچھ بعید نہیں#کپتان_ڈر_گیا pic.twitter.com/dfSofKCQhF
— Raza Butt 🎙️ (@SocialDigitally) April 16, 2021
جرنلېسټ مرتضا سولنګي په يو ټیويټ کې ويلي،
(قوم ته دې میانمار مبارک وي)، او په بل کې يې ليکلي، (وي پي اېن زنده باد)
قوم کو میانمار 2.0 مبارک ہو۔اے عمران تیرا احسان ہے احسان
— Murtaza Solangi (@murtazasolangi) April 16, 2021
په پاکستان کې په ټولنيزو رسنيو بندېز په داسې حال کې لګول شوی چې د تير ګل په ورځ د تحریک لبېک نومې تندروه ډلې مشر سعد حسن رضوي په لاهور کې نيول شوی او له هغې وروسته د یادې ډلې لخوا د ملک په بېلابيلو ښارونو کې قهرجنې اود تشدد ډکې مظاهرې پېل شوې وې چې پکې د پوليسو په ګډون د شپږو تنو د وژل کېدو او ګڼ شمېر نورو ژوبلېدو، ګاډو او موټر سايکل سوځېدو پېښې مخې ته راغلې وې.
دوه ورځې وړاندې د پاکستان حکومت فېصله کړې چې په تحریک لبېک ډله بندېز لګوي.