عمران خان:غرب هم باید دمسلمانانو دمذهب دسپکاوي پسر سزاګانې وټاکي

دپاکستان وزیراعظم عمران خا وایي کله چې تحریک لبیک دتشدد لاره ونیوله اؤ په خلکو اؤ امنیتي ځواکونو یې بریدونه وکړل نو پرضد یې دترهګرۍ دمخنیوي دقانون لاندې ګامونه واخستل شول خو غربي هیوادونه هم باید دمسلمانانو په ضد کرکو خورونکو ته سزاګانې ورکړي.

په ټوئټر وزیراعظم عمران خان لیکلي چې هیڅوک دقانون څخه بالا نه دی اؤ تحریک لبیک چې کله د ریاست واک چیلنج کړو نو په ضد یې دترهګرۍ دمخنیوي دقانون لاندې کاروایي وکړل شوه.

پاکستان کې تندروه مذهبي ډلې تحریک لبیک روانه اوونۍ په ګرد هیواد کې سخت احتجاجونه کړي وؤ اؤ دپولیسو سره یې نښتې هم شوې وې چې پکې دواړو خواؤ ته درانه ځاني زیانونه اوښتي وؤ.

تحریک لبیک ډله دحکومت څخه غواړي چې دفرانس دصدر لخوا د پیغمبر محمد (ص) دسپکاوي دخپرو شوؤ خاکو دملاتړ نه وروسته باید دفرانس سفیر دهیواده وویستل شي، فرانس سره سفارتي اړېکې وشلول شي اؤ هم یې دجوړو شیانو په دولتي کچه بائیکاټ وشي.

دخپلو غوښتنو په حق کې د اړي ګړي نه د ډکو احتجاجونو وروسته اوړمه ورځ دپاکستان حکومت په تحریک لبیک دترهګرۍ دمخنیوي دقانون لاندې بندیز لګولی اؤ اوس دغه ډله پاکستان کې دقانوني فعالیت اجازه نه لري.

عمران خان لیکلي "په نړۍ کې اوسیدونکي هغه تندلاري چې داسلام په ضد دنفرت په ډکو بیانونو د 1.3 ارب مسلمانانو زړونه دردوي هغوئ ته مې پیغام دی چې حضرت محمد(ص) زمونږ په زړونو کې اوسیږي مونږ ورته درناوی لرو اؤ سپکاوی یې نه شو زغملی"

عمران خان زیاته کړې ده چې غرب کې اوسیدونکي تندلاري سیاستمداران د بیان د ازادۍ په ترڅ کې دمسلمانانو په ضد کرکو خورولو کې په اخلاقي ډول دومره غورځېدلي چې هغوئ د 1.3 اربه مسلمانانو په زړه ازارؤلو بخښنه هم نه غواړي ، مونږ له داسې تندلارو غوښتنه کوؤ چې باید معافي وغواړي.

هغه زیاته کړې چې لکه څنګه دغربي هیوادونو حکومتونو دهولو کاسټ په بابله په ناوړه تبصرو قانوني بندیز لګولی هم ددغه معیار په اساس دې د اسلام دپیغمبر محمد(ص) دسپکاوي کوونکو اؤ دمسلمانانو په ضد دکرکو خورونکو دپاره سزاګانې هم وټاکي.

دتحریک انصاف دحکومت لخوا په تحریک لبیک ډلې د بندیز لګولو نه وروسته څېړونکي اندېښنې ښکاره کوي چې دا ډله هم راتلونکي کې لکه د نورو ناچله ګرځول شوؤ ډلو پاکستان کې په بدل نوم فعالیتونه پیل کولی شي.