نړۍ کې دانټرنیټ کاروؤنکو 120هېوادونو کتار کې پاکستان په 90 نمبر ولاړ دی

د اکنامک انټيلجنس يونټ (اي ائې يو) د کال ۲۰۲۱ د رپورټ ترمخه پاکستان د انټرنېټ په کارولو کې د نړۍ په ۱۲۰ هيوادونو کې په ۹۰م نمبر دی.

تېر کال په دغه نوملړ کې دپاکستان نوم په ۸۹ نمبر باندې ؤ

څيړونکې وايي د ټېکنالوجۍ په استعمال کې د دې سروی یا نظرپوښتنې نه ښکاري چې پاکستان دنړۍ ډېرو هيوادونو کې روستو پاتې دی او دا يي اقتصادي او ټولنيزې پرمختيا کې لویې خنډ دې۔

اي ائي يو نومې اداره دنړۍ سلو هېوادونو کې دانټرنېت دانسانتياؤ، موجودګۍ اؤ بيعو په اړه معلومات راټولوي اؤ د نړۍ د ابادۍ دشپږ نوي فيصده برخې جاج اخلي۔

د دې ادارې په وروستي راپور کې ویل شوي پاکستان د انټرنېټ داسانتیاؤ ورکولو په لړ کې په جنوبي اشيا کې تر ټولو شاته هېوادونو کې دی.

د راپور له مخې دهند، ايران، نيپال او بنګله دېش په څېر هېوادونه هم د پاکستان نه دغه اسانتياو ورکولو کې وړاندي دي۔

ټولنيز فعال شفيق ګيګياڼی وايي په داسې حال کې چې نړۍ کې د کرونا وبا خوره ده او دتعلیم په ګډون ډير کارونه روزګارونه د انټرنېت د لارې کيږي پاکستان کې دا وضيعت د اندېښنې دې۔

راپور کې ويل شوي په پاکستان کې د انټر په استعمال کې د ښځو او سړو ترمېنځه پينځه شپيته فيصده توپیر موجود دی او موبائل ساتلو کې دغه توپیر پنځوس فيصده دی.

يعني د سړو مقابله کې ښځې انټرنېټ ته کمه رسائي لري او موبائېلي هم ورسره د سړو مقابله کې کمې دي۔

د انټر نېت د استعمال په اړه ماهر پير احمد خان وايي پاکستان کې د انټرنېټ داسانتیاو نه په سمه توګه ګټې اخستو ته لا هم ډير مزل پاتې دی.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي دلته د صنفي امتیاز سره سره غربت، د انټرنټ زياتې بیعې، د انټرنېټ ورکولو د پاره بنيادي ځاندرې او بيا دانټر د لارې داقتصادي ګټو ترلاسه کولو په لړ کې لا نور هم ډير کار کول پاتې دي۔

د انټر نیټ داستعمال په اړه د پاکستان ټېلي کميونيکېشن اتهارټي روان کال د اپریل مياشتې خپل يو رپورټ کې ويلي وؤ چې پاکستان کې د انټرنېټ د استعمالوونکو شمېر سلو ميلينونه ته رسېدلی دی.

په دويم اپريل جاري شوي يو خبر پاڼه کې پي ټې ای ويلي وؤ په ملک کې اووه اتيا فيصده ابادي د سيمي دملکونو په مقابله کې په کم نرخ انټرنيت ته لاس رسی لري۔